د اسټرالیا په اډلید ښار کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دوستانه لوبه له هند څخه د ۱۵۳ منډو په توپير بایلوده.
لومړی بیټنګ هند وکړ او په ټاکلیو پنځوس اورونو کې یې ۳۶۴ منډې وکړې. دغه لوړ هدف ته هندي لوبغاړې د دې سربیره ورسیدل چې په پیل کې یې په ۱۶ منډو کې دوه لوبغاړي سوځیدلي وو.
تر لوبې وروسته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي وویل:
"لومړي څو اورونه زموږ د لوبغاړو لپاره ډیر ښه وو؛ په ځانګړي ډول حمید حسن دواړو لوریو ته توپ تاوکړی غورځاوه؛ خو بیټنګ ډیر ښه و او موږ ونه شوی کړای چې په بالنګ یې کنټرول کړو."
دا لوبه نړیوال جام ته د تیاریو لپاره وه. ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ نړیوال جام د نیوزیلنډ په کریسچرج ښار کې د کوربه هیواد او سریلانکا تر منځ پیل شي. بیا د یکشنبې په ورځ هند له پاکستان سره لوبه وکړي او د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ افغانستان د نړیوال جام لومړۍ لوبه له بنګله دیش سره وکړي.
د افغانستان ټیم نن په پنځوسو اورونو کې له پخواني اتل هند سره ۲۱۱ منډې جوړې کړې او اته لوبغاړي یې وسوځیدل، محمد نبي دا بیټنګ وستایه او ویې ویل:
"مثبت ټکی دا دی چې موږ بشپړ پنځوس اووره ولوبول او له دې میچ څخه مو تجربه ترلاسه کړه."
په نړیوال جام کې افغان ټیم په الف ګروپ کې له اسټرالیا، انګستان، نیوزیلنډ، سکاټلنډ، بنګله دیش او سریلانکا سره دی.
هند له پاکستان، ویست اینډیز، جنوبي افریقا، ایرلنډ، متحد عربي امارات او زیمبابوې سره یوځای شوی دی. له هر ګروپ څخه به څلور ټیمونه دوهمې مرحلې ته وځي.