د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د داعش د یوه قومندان پر وژلو تبصرې کړي


بریتانوۍ انډیپنډنت او ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼو د اسلامي دولت د ډلې او امریکایي یواس اې توډې ورځپاڼې هم په افغانستان کې د مخدره موادو پر ستونزې مطالب خپاره کړي دي.

انډیپنډنت لیکي، په افغانستان کې د طالبانو هغه قومندان چې ګومان کیده د اسلامي دولت ډلې ته اوښتی و، له خپلو پنځو ملګرو سره د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

انډیپنډنټ لیکي، ملا عبدالروف چې څه موده په ګوانتنامو زندان کې هم بندي و، په تیره جنوري میاشت کې یې د اسلامي دولت ډلې ته بیعت کړی او یوه شبکه یې جوړه کړې وه چې په هلمند کې دې ډلې ته کسان جذب کړي.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم د روف وژنه تایید کړې او ویلي یې دي چې هغه د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د اسلامي دولت د ډلې مسول و. د هلمند امنیې قومندان بیا په دې حمله کې د هغه د اوښي او څلورو پاکستانیانو د وژل کیدوخبره هم کوي.

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې د پاکستان د یوه لوړ رتبه امنیتي چارواکي له قوله لیکي چې وایي، داسې ښکاري چې یو شمېر سخت دریځي له دغې جهادي ډلې سره یوځای کیږي خو دا د نورو ډلو په نسبت د پام وړ شمېر نه دی.

امریکایي یو اس اې ټوډې ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د مخدره موادو پرستونزې تمرکز کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې امریکایي محارب ځواکونه له افغانستانه وځي، د کوکنارو کر او پر مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر بې ساري اندازې ته لوړ شوی دی.

ورځپاڼه په پیل کې لیکي، په مزارشریف کې پرمخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې د یوه مرکز انګړ پر چادري کړیو ښځو، سړیو او ماشومانو ډک دی. د انتظار خونه یې هم پرمخدره موادو روږدو کسانو ډکه ده.

یواس اې ټوډې ته د اناګل په نوم یوې ۳۵ کلنې ښځې ویلي چې له اتو کالو راهیسې اپیوم استعمالوي او دلته د دې لپاره راغلې چې ځان او سردردي یې نور درمل نه شي له منځه وړلی بلکه یواځینی علاج یې اپیوم دي.

دا وایي، درې کلنه لوریې هم پرمخدره موادو روږدې شوې ځکه کله چې دا امیندواره وه، اپیوم به یې څکول.

یواس اې ټوډې ورځپاڼه لیکي، اناګل او لور یې په دې هېواد کې چې د نړۍ د هیروینو اساسي صادرونکی بلل کیږي، د هغو روږدو کسانو له ډلې دي چې شمیریې په بې ساري توګه په زیاتیدو دی.

د ورځپاڼې په وینا له دې سره سره چې امریکا په افغانستان کې د مخدره موادو د له منځه وړلو په پروګرامونو د امریکایي مالیې ورکونکو اوه ملیارډ ډالره ولګول او کومه نتیجه یې هم ورنکړه اوس چې امریکایي محارب ځواکونه هم له دې هیواده وځي، دغه ستونزه لا پراخیږي.

XS
SM
MD
LG