د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۵۴

"په ناقانونه ډول د اصلاحاتو په پلمه په انتخاباتي نظام کې بدلون ته اجازه نه ورکوم"


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواککمیسیون رییس وايي چې د حکومت او ولسي جرګې یو شمیر غړي هڅه کوي چې له وخته مخکې د اصلاحاتو په نوم د افغانستان اساسي قانون مات کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي؛ په وخت او موقعې سره د انتخاباتي د نظام اصلاح ته هر کلی وايي؛ خو په دې شرط چې دغه بدلونونه د افغانستان د اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي.

د دې کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ له ازادی راډيو سره په یوې ځانګړي مرکه کې وویل؛ هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له وخته مخکې په غیر قانوني ډول د اصلاحاتو په پلمه د افغانستان په انتخاباتي نظام کې بدلون راولي.

"د افغانستان د اساسي قانون یو سل او نهمه ماده وايي چې پارلمان په خپل ورستي تقنیني کال کې د انتخاباتي نظام اصلاحات په خپله اجنډا کې نه شي شاملولی؛ یو شمېر د افغانستان د ملي وحدت په حکومت کې چې زه یې د نوم سره هم مخالف یم او باید د افغانستان اسلامي جمهوریت وویل شي او یو شمېر هم په پارلمان کې هڅه کوي چې په اصطلاح دغه اصلاحات له خپل ټاکلي وخت نه مخکې راولي."

حمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر خپل دوهم مرستیال ته دنده سپارلې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او مدني ټولنو سره په مشوره کې په انتخاباتو کمیسیون کې د اصلاحاتو په اړه اړوند مسایل تشخیص کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په انتخاباتي نظام کې د اطلاحاتو وړاندیز شوې طرحه د مدني ټولنو له خوا جمهوري ریاست ته رسیدلې ده او له دغو ټولنو؛ سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو د متخصصینو سره په مشوره به لازم اصلاحات رامنځته شي.

په دې ورستیو کې د انتخاباتوم د کمیسیون مسوولانو هم په نوموړي کمیسیون کې د اصلاحاتو په اړه یوه طرحه جمهوري ریاست ته سپارلې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د انتخاباتو په کمیسیون کې اصلاحاتو ته په خپل کار کې اول درجه ځای ورکړی دی.

وموغوښتل چې د ښاغلي نورستاني د څرګندونو په اړه د افغانستان د ولسي جرګې نظر هم ولرو؛ خو د بیا هڅو با وجود بریالي نه شوو.

په عین حال کې د افغانستان د اجرايه ریاست یو ویاند جاوید فیصل ازادۍ راډیو ته وویل چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ستونزو ته په پام سره په کار ده چې په انتخاباتي نظام کې په ځانګړي ډول د دغه کمیسیون په تشکیلاتو کې بدلونونه رامنځته شي.

ښاغلی فیصل وايي چې هر ډول اصلاحات به د انتخاباتو په کمیسیون کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې رامنځته شي:

"بدلونونه باید رامنځته شي او په هیڅ ډول دغه اصلاحات غیر قانوني نه دي، د قانون له مخې چې اشخاص له خپلې دندې څخه نا سمه استفاده کوي او د مدیریت له ضعف سره مخ کېږي باید له دوی څخه پوښتنه وشي او د حکومت دنده ده چې د قانون له طبیق څخه څارنه وکړي؛ دلته قانون نقض شوی دی او په کمیسیون کې ځیني کسانو د قانون خلاف له خپلو دندو څخه سوء استفاده کړې ده او لازمه ده چې اساسي اصلاحات او بدلونونه رامنځته شي."

ښاغلي فیصل دغه شان وویل، تر کومه چې اصلاحات نه وي رامنځته شوي؛ هیڅ ډول انتخابات باید تر سره نه شي.

فیصل وايي، د ولسمشر او اجرایه رییس د مخکیني توافق له مخې باید په انتخاباتو او انتخاباتي کمیسیونونو کې دغه اصلاحات رامنځته شي.

په دې ورستیو کې د مدني ټولنو یو شمېر فعالینو هم په انتخاباتي نظام کې په بدلونونو او اصلاحاتو ټینګار کړی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې د ولسمشر دوهم مرستیال به کله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او اړوندو څانګو سره په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړي او څه اصلاحات به رامنځته شي.

راپور : اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG