د سولې عالي شورا د افغانستان د جګړې له ښکېلو دواړو خواوو غواړي چې د چین وروستی وړاندیز ومني او ژر تر ژره د سولې خبرې اترې پیل کړي.
د دې شورا ویاند په هېواد او سیمه کې شرایط ډېرحساس وبلل او د جګړې د دوام د خطرناکو عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړ.
د افغانستان د سولې عالي شورا پرحکومت او وسله والو مخالفینو غږ کوي چې د پېکېنګ د منځګړیتوب وروستي وړاندیز ته غاړه کېږدي او سمدستي په خپلو کې د سولې خبرې پیل کړي.
د سولې عالي شورا د سولې د خبرو د چټک کېدو غوښتنه په داسې وخت کې کوي چې د راپورونوله مخې د اسلامي دولت ډله- داعش په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي.
ویل کېږي چې د طالبانو ځیني قوماندانان له داعش سره چې د طالبانو دښمنه ډله بلل کېږي، یوځای شوي دي.
د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد ازادۍ راډیوته وویل، په افغانستان او سیمه کې شرایط حساس شوي او دواړه لوري د هېواد د بقا لپاره باید سمدستي سوله وکړي:
″چین اماده ګي ښودلې ده او چین د سیمې لوی او تقریبا غیرمتنازع ملک دی او د سیمې هېوادونو هم دا ضرورت حس کړی.
نو زموږدولت او مخالفینو- خصوصا د طالبانو مشرانو ته په کار دي چې د خپل ملت او ملک د بقا لپاره او د خپلو ولسونو د عزت او د حیثیت لپاره د جنګ پرځای مذاکراتو ته اماده ګي وښيي.″
د چین حکومت په دې وروستیوکې اعلان وکړچې د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب ته چمتووالی لري.
ځیني کتونکي په دې باوردي چې که طالبان اوس له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنني، نو ښايي د داعش ډلې له خوا چې د چټک پرمختګ په حال کې ده له مینځه ولاړ شي.
وسله والو طالبانو تردې دمه پرخپل شرط چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل دي ټینګار کړی.
د سولې د عالي شورا ویاند وايي چې د وسله والو طالبانو د مشروع غوښتنو په اړه د سولې د خبرو په ترڅ کې بحث کېدای شي.
شهزاده شاهد د جګړې د دوام په صورت کې د هر راز ناوړه عواقبو په اړه هم خبرداری ورکړ.
طالبانو د پېکېنګ منځګړتوب ظاهرا رد کړی خو راپورونه وايي چې دې ډلې څه وخت مخکې خپل یو پلاوی چین ته استولی و.