د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د خوست چارواکي: د رسنیو سره همکارۍ ته ژمن یو


د خوست چارواکي وايي، چې ملي او نړېوالې رسنۍ باید د دې ولایت په ولسوالیو، کلیو او باڼدوکې د خلکو هغه ټولنیزې او امنیتي ستونزې، چې پټې پاتې شوې او د خلکو ژوند يې د مشکلاتو سره مخامخ کړی رابرسیره کړي، ترڅو ورته مناسبې حل لارې وموندل شي.

د سې شنبې په ورځ د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول مبارزمحمد ځدراڼ په هغه یو ورځنۍ ورکشاپ کې چې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ او متقابله همکارۍ په موخه جوړشوی وو، مشال راډیو ته وویل، چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو د همکارۍ د ډیریدو په صورت کې به د دا ډول ستونزو رابرسیره کول اسان شي:

″د ولایت مقام د مطبوعاتي دفترپه نووښت د حکومت او رسنیو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په موخه ورکشاپ رابلل شوی وو، چې له ښه مرغه د ټولو رسنیو خبریالانو، ولسوال صایبانو او قومي مشرانو په کې په ډېرې لیوالتیا سره برخه واخیسته، دوی به خپلو کې په ډېرو مهمو مسائیلو خبرې سره وکړې، هیله من یو چې رسنۍ او زموږ حکومتي چارواکي به له دې وروسته شته همغږي نوره هم قومي کړي، هغه مسائیل چې تراوسه په خوست کې پټ پاتې شوي دي، هغه به خپاره کړي، تر څو افغانان او نړیوال ورڅخه خبر شي.″

په خوست کې د رسنیو او حکومت ترمنځ د اړیکو او همغږۍ د پیاوړتیا یو ورځنۍ ورکشاپ چې د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر په نووښت جوړ شوی وو، په کې د یاد ولایت حکومتي چارواکیو، ولسوالانو، قومي مشرانو او د رسنیو استازیو او خبریالانو ګډون کړی وو.

د موسی خېلو ولسوال میرویس زماني هم وايي، چې که د کلیو او بانډو د اوسیدونکو ستونزې او حقیقتونه رابرسیره شي،نو حل لارې ته ورته پیدا کیدای شي، خو دا ډول ستونزو ته نه پاملرنه د خلکو د مایوسي لامل ګرځي:

″د خوست ولسوالان د نړیوالو رسنیو د خبریالانو دا غوښتنه او توقوع لري هفه حقیقتونه، چې په کلیو، بانډو او ولسوالیو کې پيښیږي، هغه باید واخلي او انعکاس يې کړي، تر څو مطلوبې ستونزې ته حل لارې پیدا شي، که چیرې انعکاس نه شي، نو هغه مسایل ټول پټ پاتې کیږي.″

بل لوري ته د خوست خبریالان او د رسنیو مسوولین وايي حکومتي مسوولین د هغو مسلو انعکاس نه غواړي، چې د دوی نیمګړتیا او وظیفوي غفلت په کې څرګندیږي، بلکې دوی د رسنیو څخه یوازې د خپلو بریاوو انعکاس غواړي.

په خوست کې د غرغښت تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل په دې اړه داسې څرګندونې کوي:

″ډېرې داسې ستونزې دي، چې ژورنالیستان ورسره د ورځې په اوږدو کې مخامخ کیږي، په ځانګړي ډول ځینو امنیتي پيښو پرمهال، یا د غلا او اختلاس د قضیو پر مهال، همدارنګه د فساد او سړي تښتونې په قضیو کې، په دې کې که د چارواکیو وظیفوي غفلت جوتیږي، نو په داسې حالت کې دوی ژورنالیستانو ته د مالوماتو د ورکولو څخه ډډه کوي.″

په خوست کې د بي بي سي راډيو خبریال محمدالیاس وحدت وايي، چې تراوسه د محلي حکومت او رسنیو تر منځ په خپلو کې ګټوره همکاري نشته، خو دی هیله څرګندوي، چې تر دې وروسته به د ولسوالانو او خبریالانو تر منځ د اړیکو یوه داسې فضاء جوړه شي، چې دواړو لورو ته په ګټه تمامه شي:

″هیله مې داده، چې په خوست کې محلي حکومتوالي یا ولسوالۍ به زموږ سره له نږدې نه په اړیکه کې واوسي، هغه لاسته راوړنې چې دوی يې لري، موږ ځني خبر کړي او د هغو مسائیلو انعکاس چې موږ يې غواړو، د هغو سیمو نه په اړه يې موږ ته ځواب ووايي.″

د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو پریکړه وکړه، چې په منظمه توګه دې دا ډول ناستې په میاشت کې یو ځل جوړیږي، همدارنګه د ولسوالانو او رسنیو تر منځ د مالوماتو د شریکولو په ځینو لارو چارو هم موافقه وشوه.

کتونکي په دې باور دي، که چیرې د رسنیو، ولس او حکومتي ادارو تر منځ د باور او همکارۍ یوه ښه فضاء جوړه شي، نو د دا ډول همکارۍ په وجود کې د ټولنې یو شمېر مهمو او اساسي ستونزو ته حل لارې پیدا کیدای شي.

راپور: نجیب الله الوخیل

XS
SM
MD
LG