د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۱

انګیلا میرکل له بارک اوباما سره د افغانستان په اړه خبرې کوي


ټاکل شوې چې د جرمنې صدراعظمه انګیلا میرکل په نږدې راتلونکي کې امریکا ته لاړه شي او هلته له جمهور رییس بارک اوباما سره د افغانستان پر وضعې بحث وکړي.

انګیلا میرکل به په دې سفر کې کاناډا ته هم سر ورښکاره کړي او د هغه هیواد له صدراعظم "سټيفن هارپر" سره به وګوري.

د جرمني صدراعظمه به په دې سفر او لیدنو کتنو کې د اوو سترو صنعتي هیوادونو د راتلونکې مشریزې غونډې په اړه چې د روان کال جون میاشت کې په برلین کې جوړیږي؛ خبرې وکړي، خو د امریکا له جمهور رییس بارک اوباما سره به یې د خبرو یوه مهمه موضوع افغانستان وي.

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما هند ته د خپل وروستي سفر پرمهال هم د هغه هیواد له صدراعظم "نریندرا مودي" سره د افغانستان پرحالاتو خبرې کړې وې.

د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل دفتر وایي؛ میرکل به د امریکا په سفر کې د افغانستان د حالاتو، د اوو سترو صنعتي هیوادونو د کنفرانس، د اسلامي دولت د ډلې د ګواښونو، د ایران او اوکراین د مسالو او دغه راز له روسیې سره د اړیکو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي.

د امریکا او جرمني مشران په داسې حال کې د نړۍ په بیلا برخو کې د اسلامي دولت د ډلې د ګواښونو په اړه خبرې کوي چې په راپورونو کې ویل کیږي د افغانستان په ځینو برخو کې هم دې ډلې فعالیتونه پیل کړي دي.

له بلې خوا، د جمهور رییس اوباما ادارې په منځنې ختیځ او اوکراین کې د نویو امنیتي ننګونو (چیلنجونو) په رامنځته کېدو سره؛ د دوشنبې په ورځ د دفاع وزارت لپاره د ۵۳۴ میلیاردو ډالرو اساسي بودجې او د جګړې لپاره د ۵۱ میلیاردو اضافي بودجې وړاندیز وکړ او له کانګرس نه یې په ټینګه وغوښتل چې لګښتونه باید کم کړي او وایي، په دې کار سره د امریکا پوځي قوت ته زیان رسیږي.

دا نوې وړاندې شوې بودجه به د امریکا پوځ ته توان ورکړي چې څلور لکه او پنځه اویا زره په دندو ولاړ او فعال پوځیان وساتي او دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو پلان درلود چې د افغانستان او عراق د جګړو له ختمېدو وروسته به څلور لکه او نوي زره پوځیان ساتي.

د امریکا دفاع وزارت خبرداری ورکړی؛ که چیرې پر دوی باندې د ۲۰۱۱ کال بودجوي محدودیتونه ولګول شي؛ دوی به د خپلو عسکرو شمیر څلور لکه او شلو زرو ته راټیټ کړي.

XS
SM
MD
LG