د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

ځينې کسان خپلې حقوقي دعوې په دوديزو محکمو حلوي


د ولسي جرګې د عدلي او قضایې کمیسیون غړي دا مني چې د افغانستان په قضایي او عدلي ارګانونو کې د فساد له امله په ځینو سیمو کې خلک سنتي او کلیوالي محکمو ته مراجعه کوي.

سره له دې چې د ملي وحدت حکومت چارواکو په بیلابیلو برخو له هغې جملې د افغانستان په عدلي او قضایي سکټور کې د اصلاحاتو ژمنه کړې؛ خو راپورونه وايي چې لا هم په ځینو مواردو کې خلک سنتي محکمو ته تر دولتي محکمو ترجیح ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیویار ټایمز د یوه تازه راپور له مخې؛ ډير داسې وختونه چې خلک د خپلو قضیو په اړه له دولتي ادارو څخه ناامیده شي؛ د طالبانو محکمو ته مراجعه کوي چې دغه محکمې له سنتي عدلي معیارونو څخه کار اخلي.

دا هغه څه دي چې د ولسي جرګې د عدلي او قضایي کمیسیون غړې سید محمد حسن شریفي له آزادي راډيو سره خبرو کې تایید کړ:

"په عدلي او قضایي ارګانونو کې سره له دې چې یوه اندازه اصلاحات راغلي؛ خو بیا هم ډير مشکلات شته او زموږ د ټولنې یوه اندازه ستونزې په عدلي او قضایي ارګانونو پورې اړه لري. د ستونزو او رشوتونو په خاطر موږ د دې شاهدان یو چې د افغانستان په شاوخوا سیمو کې د مخالفینو محاکمو ته مراجعه کیږي او دا رښتیا ده."

د نیویارک ټایمز په راپور کې دغه راز راغلي چې د افغانستان له عدلي او قضایي نظام سره د نړیوالې ټولنې څه باندې یو میلیارد ډالر مرستو هم ښه نتیجه نه درلوده.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم په یادو ادارو کې د فساد موجودیت تایید کړی و او پر وړاندې یې د جدي مبارزې ژمنه کړې وه.

ومو غوښتل د نیویارک ټایمز د وروستي راپور په اړه د سترې محکمې نظر را واخلو؛ خو مسوولینو یې په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

اخوا د حقوقي چارو پوهان وايي، دا چې د افغانستان په ځينو سیمو کې ناامنۍ شته؛ نو خلک نه شي کولای په آسانۍ سره دولتي محکمو ته مراجعه وکړي.

د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال عبدالشکور دادرس له آزادي راډيو سره په مرکه کې سره له دې چې په قضایي او عدلي ارګانونو کې د فساد موجودیت نه ردوي؛ خو وايي چې خلک ځکه سنتي محکمو ته مراجعه کوي چې دولتي محاکمې ډير وخت نیسي.

"تر څو چې په یوې ټولنې کې د قانون حاکمیت تامین نه شي او د مکافاتو او مجازاتو قاعده ژوندۍ نه شي: یقیناً داسې تخطي به موجودې وي. واقعاً په سترې محکمې کې په دې خاطر چې درې مرحله یي ده او کله نا کله د امنیتي شرایطو پر اساس د خلکو همکاري هم کمه ده؛ نو فساد به وي."

ښاغلی دادرس وايي، خلک یوازې د ناامنیو په خاطر سنتي یا د مخالفینو محکمو ته مراجعه نه کوي؛ بلکې د نوموړي په خبره، له پخوا څخه خلکو عادت کړی چې د سیمه ییزو محکمو او جرګو له لارې خپلې قضایي ستونزې حل کړي.

کارپوهان وايي، افغان چارواکي باید د ژمنې پر اساس په حکومتي ادارو کې له فساد سره مبارزه جدي کړي؛ ځکه د دوی په وینا، که فساد همدا ډول دوام وکړي، نو دا به نه یوازې دا چې د خلکو او حکومت تر منځ واټن زیات کړي بلکې ناامنیو ته به هم لمن ووهي.

XS
SM
MD
LG