د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۰

د هند صدراعظم په نژدې راتلونکي کې له چین څخه لیدنه کوي


د هند د بهرنیو چارو وزیرې چین ته د خپل درې ورځني سفر په پیل کې اعلان وکړ چې د هند صدراعظم نریندرا مودي به په می میاشت کې له چین څخه لیدنه وکړي.

سوشما سواراج د یکشنبې په ورځ په پیکنګ کې هندي خبریالانو ته وویل چې دا به چینایي چارواکو ته د مودي د سفر دقیقه نیټه اعلان کړي.

هغې وویل، چین ته یې د سفر یو هدف هم دې هیواد ته د مودي د سفر په تیاریو خبرې کول دي.

نوموړې به د دوشنبې په ورځ په پیکنګ کې د چین او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري.

پر روسیې، چین او هند سربیره برازیل او جنوبي افریقا د بریکس په نامه BRICS د هغې ډلې غړي دي چې په نړۍ کې د سترو اقتصادي هیوادونو په توګه د راڅرګندیدو په حال کې دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې؛ د امریکا ولسمشربارک اوباما تیره اونۍ هند ته په سفر کې؛ یوځل بیا په سیمه کې د دې هیواد رول مهم وباله. له راپورسره سم امریکا او هند غواړي چې په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي رول مخه ډب کړي.

که څه هم اوباما په درې ورځني سفر کې په مستقیم ډول د چین نوم وانخیست؛ خو د اسیا پاسفیک په سیمه کې یې د هند د مخ په زیاتیدونکې رول ستاینه کړه او ویې ویل چې په سیمه کې د ازادي بهیر باید وساتل شي.

پیکنګ د چین په جنوبي اوبو کې د یوشمېر ټاپوګانو د ملکیت ادعا کوي.

د فرانسپرس په وینا، د هند صدارعظم نریندرا مودي ته ترډیره د هغه مشر په توګه کتل کیږي چې د مخکینیو حکومتونو په نسبت یې د چین پر وړاندې غوڅ دریځ غوره کړی دی.

خو د کارپوهانو په وینا، هغه باید له احتیاطه کارواخلي او چین له ځانه لیرې نه کړي؛ ځکه دی په داسې حال کې چې د هند د اقتصاد د پیاوړي کېدو هڅه کوي؛ د چین پانګوونې ته سخته اړتیا لري.

د هندي رسنیو د راپورله مخې د چین ولسمشر "شي جین پینګ" به مودي خپل پلرني ټاټوبي "شانکسي" ولایت ته له ځان سره بوځي ترڅو هغه میلمه پالنه پرځای کړي چې هند ته د سپټمبرد میاشتې په سفر کې مودي له ده کړې وه.

مودي په خپل پلرني ټاټوبي ګجرات کې د شي جین پینګ هرکلی کړی و.

XS
SM
MD
LG