د پکتيکا د ښاروالي چارواکي وايي؛ دوی په هڅه کې دي چې د نوي حکومت په دوران کې د پکتيکا مرکز ښرنې ښار له کليوالي حالته ښاري حالت ته بوځي.
د پکتيکا ښاروال سيد عبيدالله سعادت وايي چې دوی په نږدې ۸۰۰۰۰ هکتاره ځمکه کې د ښرنې د ښار د پراختيا لپاره ستراتيژيک پلان نهايي کړی دی او په نږدې راتلونکي کې به د خلکو لپاره د لوړپوړيزو ودانيو ترڅنګ رهايشي نومرې هم توضيع کړي.
"پلان يې منظور دی، دا ټول کلي په پلان کې راغلي دي او ما درته وويل چې ۷۵۰۰۰ هکتاره ځمکه کې مو يو ستراتيژيک پلان نهايي کړی دی."
نوموړی دا هم وايي چې د دې ولايت په مرکز ښرنه د يو ولايت د مرکز ګمان نه کيږي او په خبره يې چې ډېر ژر به دوی په دې ولايت کې خپل ستراتيژيک پلان او ماسټر پلان پلي کوي او ښار به له کليوالي حالته ښاري حالت ته راولي:
"دې خواته کلی ګورې که ښکته خواته کلی ګورې او که نورې ساحې ګورې دا ټول په ستراتيژيک پلان کې شامل دي او ښار بايد د نورو ښارونو غوندې ساحې شي؛ دا بايد وزير اکبرخان غوندې ساحې شي، دا بايد غزني او پکتيا غوندې ساحې شي؛ موږ غواړو چې دغه ښار په څلورو پازونو او برخو وويشو، چې د ښار ښکلا هم زياته شي."
سعادت زياتوي چې په مرکز ښرنه کې به دوی د يو کال په تېرېدو سره د ښار د ښکلا لپاره د ډېرو نيالګيو د کېنولو او پاللو پروګرامونه هم پيل کړي؛ خو مخکې له دې، چې دوی دا کار وکړي د ماسټرپلان او ستراتيژيک پلان په پلې کولو کې د خلکو مرستې ته اړ دي او دی په خلکو غږ کوي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي:
"زه د پکتيکا د ښار په اوسېدونکو غږ کوم چې راځئ خپلې ټولې ځمکې استملاک کړئ او د دې ښار راتلونکی وسنجوئ."
د پکتيکا ښاروال دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د پکتيکا مرکز ښرنې ښار د يوې ولسوالۍ په نسبت هم کوچنی او غير منظم ښکاري او د چارو د کارپوهانو په خبره که حکومت او ولس د ښار د پراختيا او ښکلا په برخه کې شريک کارونه وکړي او په رښتيا يې ماسټرپلان پلی شي؛ ښرنه به د هيواد په کچه نمونه ښارونو کې حساب شي.
راپور: داود تپان- پکتيکا