د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ د هندوستان کې د دې هیواد د پوځ په رسم ګذشت کې برخه واخيسته.
باراک اوباما لومړی امریکايی ولسمشر دی چې د هندوستان د جمهوريت د ورځې د لمانځلو په مراسمو کې يې د افتخاري مېلمه په توګه برخه واخيسته.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د دوشنبې په ورځ د هندوستان د جمهوريت د ورځې په رسم ګذشت کې د پوځي تجهيزاتو؛ د ډله يیز مارش او په ښايسته کالو کې پېچل شوي اوښانو ننداره وکړه.
کله چې باراک اوباما د خپلې مېرمنې ميشل اوباما سره يو ځای له موټره راکښته شول؛ خلکو چې د دوی هرکلي ته راغلي وو؛ دوی د خوشالۍ په ږغونو بدرګه کړل.
ولسمشر اوباما په داسې حال کې د هندوستان د جمهوريت د ورځې په مناسبت په جوړ شوي رسم ګذشت کې برخه واخيسته چې امريکا او هندوستان خپلمنځي اړيکې نورې هم ټينګيږي. د دې دواړو هيوادونو روابط په دې وروستيو کې ساړه شوي وو.
اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس وايي؛ دا ورځ په داسې ښه ډول لمانځل شوې وه چې اوباما مخکې هيڅ کله په داسې مراسمو کې برخه نه وه اخيستې.
ده په ازاده هوا کې شا او خوا دوه ساعته تېر کړل چې د امنيتي خدماتو لپاره هم د اندېښنې وړ خبره وه. په دې مراسمو کې اوباما د ټانکونو او راکټونو، چې په کې ځيني يې روسي جوړ دي؛ وليدل او په هوا کې يې د هوايي ځواک جيټ الوتکې هم ننداره کړې.
ټاکل شوې ده د رسم ګذشت له مراسمو وروسته به باراک اوباما د هندوستان د جمهوري رياست په قصر راشتراپتي بهوان کې له لوړپوړو چارواکو سره وويني.
د هندوستان د صدراعظم له خوا باراک اوباما ته په رسم ګذشت کې د ګډون بلنې سپينه ماڼۍ حيرانه کړه او په دې اړه له کورنيو بحثونو وروسته باراک اوباما پرېکړه وکړه چې په دې مراسمو کې برخه واخلي.
له هغه وروسته چې د هندوستان په ګجرات کې په ۲۰۰۵م کال کې شا او خوا ۱۰۰۰ کسه مسلمانان په مذهبي نښتو کې ووژل شول او ناريندرا مودي د ګجرات والي و؛ امريکا د ناريندرا مودي ويزا رد کړه. له هغه راهيسي امريکايي چارواکي د ناريندر مودي هڅې ستايي چې له امريکا سره د روابطو د بيرته ښه کولو لپاره يې کړي دي.
باراک اوباما او ناريندر مودي په دفاعي برخو کې د همکاريو زياتولو ټينګار کړی دی.
اوباما به خپل درې ورځنی سفر په هندوستان کې ځوانانو ته په وينا کولو سره پای ته روسوي.