د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۱۷

د اوبو او برېښنا او د مالیې وزارتونو ته کاندیدانو خپل پروګرامونه تشریح کړل


ولسي جرګې ته د کاندیدو وزیرانو د پروګرامونو د تشریح کولو په لړ کې، د شنبې په ورځ د اوبواو برښنا وزارت ته کاندید عبدالرحمن صلاحي او د مالیې وزارت ته کاندید اکلیل حکیمي خپل پروګرامونه تشریح کړل.

په همدې ورځ د افغانستان بانک ریاست ته کاندید خلیل اله صدیق هم ولسي جرګې وربللی و؛ خو د جرګي ځینو غړیو وویل، ښاغلی صدیق دوه تابعیته لري او نه شي کولی، په دې پروسه کې شامل شي.

د ماليې وزارت ته کاندید اکلیل حکیمي وویل؛ دی به هڅه وکړي چې ملي عواید زیات، په ګمرکي تعرفو کې له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي او په بودجه کې ولایتي پروژو ته زیاته پاملرنه وکړي:

"د عوایدو د راټولو په هکله چې کوم پروګرام زموږ په لومړیتوب کې شامل دی؛ هغه د مسلکي کارکوونکو روزنه او د فساد پرضد د مبارزې پراخیدل دي. همدارنګه به لویو لارو، د کانونو کیندلو او وزګارو ته د کار موندلو پروګرامونه ترتیب کړو."

ده داهم وویل، د بودجې په ترتیبولو کې د ولسي جرګې د غړیو نظریات او پیشنهادونه شاملوي.

د اوبو او برښنا وزارت ته کاندید عبدالرحمن صلاحي وویل؛ دی به زیاته هڅه وکړي چې په هیواد کې د اوبو عادله ویش ته یو متوازن پروګرام جوړ کړي.

ده داهم وویل، په خپلو پروګرامونو کې به د نیمګړو بندونو رغول او د نویو بندونو جوړول شامل کړي.

ده زیاته کړه، هڅه به وکړي چې د امو سیند ته استنادي دیوالونه جوړ کړي؛ څو د هیواد د ځمکو د تخریب مخه ونیول شي:

"که ستاسې د ملت د درنو استازیو رایې خپلې کړم؛ د اوبو او برښنا لویو او منځنیو پروژو ته به پلانونه ترتیب کړم؛ په دې کار سره به نه یوازې دا چې د اوبو سیسټم جوړ شي بلکې د برښنا تولید به هم زیات شي."

صلاحي وویل، هیواد یې د برښنا د تولید ډیرې منابع لري؛ خو له دې سره سره برښنا له بهره واردیږي. ده وویل هڅه به وکړي په هیواد کې د بادي برښنا تولید او داسې نورو ته پروګرامه ترتیب کړي.

د دې پروګرامونو له تشریح کولو وروسته ځینو وکیلانو انتقاد وکړ چې دې دواړو وزارتونو په تیرو څو کلونو کې د خلکو ستونزې نه دي حل کړي.

خلک وايي، د ولسي جرګې غړي دې کاندیدو وزیرانو ته د رایو ورکولو پرمهال ډیر دقت وکړي.

دوی وايي که دې مسالې ته توجه ونه شي؛ راتلونکی مسسوولیت به یوازې د حکومت پرغاړه نه بلکې وکیلان به هم مسوول وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG