د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

مظاهره چیان: لویدیځ دې اسلامي مقدساتو ته له سپکاوي لاس واخلي


کابل ښارنن ″جمعه″د هغو سلګونو کسانو د مظاهرې شاهد و چې د فرانسوي مجلې شارلي هیبدوله لوري د اسلام پیغمبرته د منسوب کاریکاتورونو خپرول یي وغندل.

دغو کسانو له لویدیځو هېوادونو وغوښتل چې د مسلمانانو مقدساتو ته له سپکاوي لاس واخلي.

مظاهره کوونکوهمدا رازپه کابل کې د فرانسې د سفارت د تړل کیدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې مظاهره کوونکي د فرانسوي طنزي مجلې شارلي هیبدوله لوري د اسلام ستر پیغمبرحضرت محمد (ص) ته منسوب کاریکاتورونو په غبرګون راټول شوي و.

د مظاهرې ګډونوالو سترپوسټرونه له ځانه سره لیږدول چې پرې د محمد (ص) نوم لیکل شوی و.

د دغې مظاهرې یوه ګډون کوونکي له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې، اسلامي مقدساتو ته له سیستماتیک سپکاوی لاس واخلي:

″موږ د افغانستان د مسلمان ملت په استازیتوب له نړېوالې ټولنې غواړو چې انساني عرف ته په احترام ژرترژره په منظم او سیستماتیک ډول د مسلمانانو د مقدساتو پر وړاندې د توهین امیزه مطالبو د خپریدو مخه ونیسی.″

شارلي هیبدو فرانسوۍ طنزي مجلې وروسته له هغه چې څوتنه خبریالان یې په یوه حمله کې په پاریس کې ووژل شول یو ځل بیا محمد ″ص″ ته منسوب کاریکاتورونه خپاره کړل چې د نړۍ په کچه یې ګڼ شمېرغبرګونونه وپارول.

د مظاهرې ګډونوالو دغه رازد یوه پریکړه لیک په خپرولو سره د افغانستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د فرانسې سفیرله افغانستانه وشړي:

″موږ د افغانستان له حکومته غواړو چې یوازې په ژبني غندلو اکتفا ونه کړي بلکې د افغاستان له خاوري د فرانسې د سفیر په شړلو او د دغه هېواد د سفارت په تړلو سره د فرانسې خلکو او حکومت ته د افغانستان د خلکو کرکه وښيې.″

له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ هم په کابل کې د دې کارد غندلو لپاره د دیني عالمانو یوه ستره غونډه رابلل شوې وه.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني هم د شارلي هیبدو له خوا د توهین امیزه کاریکاتورونو خپرول وغندله او هغه یې د بیان د ازادۍ خلاف کار وباله.

له دې وړاندې د نړۍ په یو شمېراسلامي هېوادونو لکه پاکستان، ایران، ترکیې او ځينو نورو هېوادونو کې هم د دې کار په غبرګون مظاهرې وشوې.

XS
SM
MD
LG