د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

عاطف خان: ښوونکي دې ښوونځيو ته وسلې نه وړي


د خيبرپښتونخوا صوبايي حکومت هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې دوى په دې ايالت کې ښوونکيو ته امرکړى، چې له ځان سره دې ښوونځيو ته وسلې وړي.

په پېښورکې د تېرکال د دسمبرپه ١٦مه نېټه پريوه ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو تربريد وروسته، پاکستاني رسنيو د خيبرپښتونخوا د صوبايي جګپوړو چارواکيو په حواله وويل، چې صوبايي حکومت په پېښور او د دې ايالت په نورو سيمو کې د ښوونځيو استادانو ته امر کړى، چې د خراب امنيتي وضعيت له امله دې له ځان سره ښوونځي ته وسلې وړي.

خود خيبرپښتونخوا د ښوونې او روزنې صوبايي وزيرعاطف الله خان د چهارشنبې په ورځ مازيګرپه پېښورکې د ښوونکيو يوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې ښوونکيو ته يې ښوونځيو ته د وسلو وړلو په اړه امر نه دى کړى.

هغه زياته کړه، چې په لیرې پرتو سيمو کې ښوونکي يواځې په هغه صورت په خپله خوښه ښوونځيو ته لاېسنس لرونکې وسلې وړلې شي، چې هغوى د خپلو سيمو امنيتي وضيعت ترينګلى بولي.نوموړي په دې اړه وويل:

" داسې ويل کېدل، چې ياره استادانو ته لارښونه شوې ده، چې ځان سره دې سکولونو ته ټوپک يا تمانچې وړي.

زه درته وايم، چې داسې کومه لارښوونه، نه ده شوې او نه به داسې څۀ کېږي.

صرف زموږ د هايير ايجوکيشن [لوړو زده کړو) رييس نه چا تپوس وکړ، چې حالات ډېرخراب دي، نو که موږ په خپله د ځان ساتنې لپاره سره څه وسله ولرو، نو هغ ورته وويل چې تاسو کولاى شئ چې وسله له ځان سره وساتئ.

موږ په دې پوه يو، چې دا مسئلې ټولې له ټوپک تمانچې نه جوړې شوي دي، نو که موږه بيا هغوى ته ووايو چې تاسو ټوپکې راوړئ، نو ددې مطلب دا دى چې موږ مسئله حل کوو نه، بلکې لا يې اوږدوو."

عاطف خان همدا راز زياته کړه، چې د ښوونکيو مسووليت زده کوونکيو ته درس ورکول دي او د حکومت مسووليت دا دى، چې هغوى د ښوونځيو امنيت ټينګ کړي.

بل خوا په غونډه کې ښوونکيو ښوونځيو ته د وسلې وړلو په اړه د صوبايي حکومت پرېکړه په کلکه وغندله او ويې ويل، چې د دوى دنده امنيت ټينګول نه وي، بلکې زده کوونکيو ته درس ورکول دي.

د خيبرپښتونخوا د ښوونې روزنې صوبايي وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې د صوبايي حکومت وياند مشتاق غني د کابينې تر غونډې وروسته رسنيو ته وويل، چې حکومت يې ښوونکيو ته امر کړى، چې ښوونځيو ته لاېسنس لرونکې وسلې يوسي.

خو د پاکستان ځينو سياسي ګوندونو او همدراز مدني ټولنو د صوبايي حکومت دا پرېکړه وغندله او له حکومته يې وغوښتل، چې پر خپلې پريکړې بيا کتنه وکړي.

عاطف الله خان همدراز زياته کړه، چې حکومت يې په پېښور او د خيبر پښتونخوا ايالت په نورو سيمو کې د ښوونځيو د امنيت د ټينګولو لپاره جدي اقدامات پيل کړي او په دې لړ کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته، چې نزدې ١٥٠ تنه پکې ووژل شول، په پېښور او همدراز د خيبر پښتونخوا په نورو لرې پرتو سيمو کې ښوونځي له يوه مبهم سرنوشت سره مخ دي، چې له امله يې ډېرى ښوونځي يا خو تراوسه تړلي دي او يا هم پکې د زده کوونکيو شمېر کم شوى دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG