د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د نوې کابینې په اړه یو لړ جدي پوښتنې شته


لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو د اعتماد رایي اخیستنې مساله څیړلې ده.

دغه ورځپاڼه لیکي چې ولسمشراشرف غني د سې شنبې په ورځ په داسې وخت کې وزیران ولسي جرګې ته په رسمي ډول معرفي کړل چې د دې کابینې په باره کې چې د اوږدې مودې په مخه ځنډول شوې ده یو لړ جدي سوالونه شته.

لاس انجلس ټایمز لیکي، دغه لست چې وکیلانو ته معرفي شو له مخکني لست سره تغییر لري او د ولسي جرګې غړیو وار له مخه ویلي دي چې هغه کاندید وزیر ته به راییه ورنه کړي چې دوه تابعته لري.

د ورځپاڼې په باورګڼ نخبه افغانان دوه پاسپورټه لري، ځکه چې د دریو لسیزو جګړو افغانان مجبوره کړل چې نورو هېوادو ته ولاړ شي. خو اساسي قانون چې په ۲۰۰۴ کال کې تصویب شو، وکیل ته دا حق ورکړی دی چې د دوو تابعتونو وزیر ردولی شي.

ولسې جرګې نژدې میاشت مخکې یوه مصوبه تایید کړه چې دوه تابعته وزیر ته به د اعتماد رایيه ورنه کړي.

لاس انجلس ټایمز بیا لیکي، د پخواني ولسمشرحامد کرزي د حکومت په وخت کې د کابینې څو وزیرانو او یو شمېر والیانو دوه تابعته لرل او وزیران به هغه وخت د سیاسي دلایلو له مخې وکیلانو تاییدول یا ردول.

د ورځپاڼې په باور په اوسنیو وزیرانو کې یوولس تنه دوه تابعته لري. خو یو شمېر وزیرانو لکه د ښاري پراختیا نوماند وزیرشاه زمان میوندي چې جرمني تابیعت هم لري، ویلي دي چې ده هغه پروسه پیل کړې ده چې جرمنی تابیعت یې لغوه شي.

ورځپاڼه بیا لیکي چې د اوبو او انرژۍ کاندید وزیرمحمود صیقل بیا د دې لپاره چې د استرالیا تابیعت لري څو ساعته مخکې تردې چې ولسې جګرې ته د اعتماد رایي اخیستو لپاره وړاندې شي، له کاندیدۍ لاس واخیست.

د محمود صیقل پرځای عبدالرحمان صالحي چې د هرات دی کاندید وزیر شو. د لاس انجلس ټایمز په باور صالحي د دې لپاره غوره شوی دی چې اسماعیل خان پر وزیرانو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د هرات د خلکو حق خوړل شوی دی.

مالیې وزارت ته نومول شوی جیلاني پوپل وایي، د شخصي دلیلونو له امله نه غواړي چې په کابینه کې وزیر شي.

د لاس انجلس ټایمز په باور ترټولو د مباحثې وړ کاندید بیا د کرڼې وزیر محمد یعقوب حیدري و چې د دې لپاره یې معرفي تعلیق شوه چې راپور ورکړل شو چې ده په ۲۰۰۳ کال کې په ایستونیا کې مالیه نه ده ورکړې او نړېوال پولیس په ده پسې ګرځي.

د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په اړه مقاله خپره کړې ده. دیپلومات خپرونه له یو شمېرافغانانو سره غږیدلې او د هغوی نظر یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د محارب ماموریت د پای ته رسیدو په اړه اخیستی دی.

د خپرونې په وینا اکثره افغانانو په دې برخه کې ښکاره ځواب نه درلود. دیپلومات خپرونه د جلال په نوم د یوه افغان په وینا لیکي چې وایي، په پیل کې چې د شمال ایتلاف په مرسته طالبانو ماتې وخوړه نو یوازې ۱۲۸ امریکایان په افغانستان کې وو، د جلال په باور تر دې وروسته په زرګونو بهرنیان افغانستان ته راغلل خو ونه توانیدل چې یاغیانو ته ماتې ورکړي.

دیپلومات خپرونه د شمال ایتلاف د دې پخواني وسله وال په وینا وړاندې لیکي چې د ده په باور که بهرني ټول ځواکونه له افغانستان ووځي، امنیت به پسې خراب شي.

XS
SM
MD
LG