د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه ورکوي چې خپل مالونه تر "واګې" بندره ورسوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې د روان میلادي کابل د جنورۍ له شلمې وروسته به هندوستان ته افغاني محصولات، په افغان نقلیه وسایطوکې د پاکستان د واګې تربندره ورسیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت خبر ورکوي چې له دې نیټې وروسته هندوستان ته صادریدونکې افغاني محصولات، په افغان نقلیه وسایطو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ سرحد″واګې″ پورې رسیږي.

پخوا تر دې به هندوستان ته افغاني محصولات په پیښور کې ښار کې تخلیه او تر واګې بندره به، د پاکستان په نقلیه وسایطو کې لیږدول کېدل.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادۍ رادیو ته وویل، د اپټا یا د افغانستان پاکستان ترمنځ د ترانزیت د تړون د موادو د عملي کولو په وروستۍ ناسته کې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې وروسته له دې به افغانستان ترانسپورت ته دا حق ورکړل شي چې خپل مالونه د واګې تر بندره ورسوي:

″د افغانستان پاکستان ترمنځ د ترانزیت د تفاهمنامې په اساس د دواړو هېوادونود سوداګرۍ او صنایعو د وزارتونو د چارواکو په پنځمه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت پر ستونزو خبرې وشوې او پاکستاني چارواکو ژمنه وکړه چې د جنوري له شلمې وروسته به افغان ترانسپورت تر واګې بندره پورې د تګ اجازه ولري همدا رنګه دواړو لورو پریکړه کړې چې په دې برخه کې د پرتو ستونزو اوارولو ته ګډې هڅې کوي.″

د دې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال هندوستان ته د افغانستان په صادراتو کې وچه او لمده میوه، سبزیجات او داسې نور ځمکني محصولات شامل دي.

د افغانستان پاکستان ترمنځ د تجارت او ترانزیت لومړې موافقتنامه په یو زرو نهه سوه پنځه شپیتم میلادي کال کې لاسلیک شوې خو د راپورونو له مخې د دې موافقتنامې مواد تر ډیره حده پلی شوی نه و او علت دا و چې پاکستان په خپله خاوره کې له پیښور ښارڅخه پرته نورو ښارونو ته د افغان نقلیه وسایطو د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

د پاکستان دغو شرایطو او بندیزونو تر ډیره ځایه د افغانستان او هندوستان ترمنځ تجارتي اړیکې ستونزمن کړي چې په نتیجه يي افغان سوداګرو ته هر کال د میلیونو ډالرو زیان اوښتی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه، دغه خبر ته ډیره خوشبینه نه ده او وايي چې اوس هم افغان ترانزیت په پاکستان کې له ګڼو سره مخ دی.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې پر دواړو لورو تاکېد وکړ چې د دې تړون منل شوي مواد دې په ښه توګه عملي کړي، ده په دې برخه کې پرتو ستونزو ته داسې اشاره وکړه:

″زه ډیر باوري نه یم چې دا ستونزه به اواره شي ځکه چې افغان ترانسپورت ته هره ورځ نوې نوې ستونزې پیدا کېږي، مثلاء ډول ډول اتحادېې ترې پیسې اخلي، ټکسونه پرې لوړیږي او په هر بندر کې يې کارونه ځنډیږي.″

د دې خونې د معلوماتوله مخې اوس مهال هندوستان ته د افغانستان د صادراتو اندازه په کال کې شاوخوا یو سلو پنځوس میلیونه ډالره او د وارداتو یې څه باندې شپږ سوه میلیونو ډالرو ته رسیږي.

افغان سوداګر وايي، که د ترانزیت په برخه کې په دې ډول، نورې اسانتیاوې ورته برابرې شي، د هېواد د صادراتو کچه به لوړه او اقتصادي وده به ګرنډۍ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG