د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۹

په ننګرهارکې د۲۰ ميګا واټه برېښنا د جذب لپاره نوی سب سټیشن جوړ شو


په ننګرهارکې د بريښنا ریاست له خوا د څلورنیم ميليونه ډالرو په ارزښت د شل میګا واټه بريښنا د جذب لپاره یو سب سټيشن جوړ شو.

د دوشنبې په ورځ د یاد سب سټيشن په پرانست غونډه کې د بريښنا رييس انجنير محب الرحمن مومند وویل، چې د دغه سب سټیشن کار د تیرو اتو میاشتو په موده کې بشپړ شوی او زرګونو کورنیو ته به ترې بريښنا ورکړل شي:

"دې سب سټیشن لپاره موږ له مخکې شکبه تیره کړې ده او زمینه سازي مو کړې ده، دا شل میګا واټه بريښنا جذبوي، چې شل زره کورنیو ته به برق ورکړي."

د مومند په خبره اوس مهال ننګرهارله نغلو څخه ۱۶ ميګا واټه او له درونټې بند څخه ۹ ميګاواټه برېښنا لري، چې د دې سب سټيشن په جوړيدو سره به د برېښنا فعلي ظرفيت ۴۵ ميګا واټو ته لوړ شي او په دې ښارکې د بريښنا اوسنۍ پارچاوي ختمه شي:

"د دې ټرانسفرمر نسب سره به د درونټې بريښنا کې پارچاوي ختمه شي او په همدې ترتیب د نغلو بريښنا د پارچاوی ستونزه به هم اواره شي."

د بريښنا ریاست د مسولینو په خبره دوی د شل میګا واټه بريښنا د جذب پریوه بل سب سټيشن هم کار کوي، چې په فعالیدو سره به يې د جلال اباد ښار نوي فیصده اړتيآ پوره کړي.

په همدې پرانست غونډه کې د بريښنا شرکت لپاره جوړه شوې درې پوړیزه ودانۍ، چې دولس خونې او يو د کنفرانس هال لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د بريښنا ریاست د معلوماتو پربنسټ پردې ودانۍ شاوخوا لس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د یاد شرکت له بودجه نه ورکړل شوي دي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG