د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د شارلي ایبدو له خوا، د اسلام د پيغمبر د کارټون چاپول وغندل شول


له کله نه، چې د فرانسوي مجلې شارلي ایبدو کې د اسلام ستر پيغمبرنبي کریم (ص) ته منسوب کارتون د دویم ځل لپاره د مجلې په پښتۍ خپور شو، د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو ترڅنګ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونوکې د خلکو توند احساسات راپارولي دي.

ننګرهارهم یوله هغو ولایتونو څخه دی، چې له تیروڅو ورځو راهیسې د بېلابېلو بنسټونو له خوا د فرانسوي مجلې دغه عمل په لاریونونو سره غندل کیږي.

خو په ننګرهارکې د جمعیت اصلاح ټولنې د دوشنبې په مازدیګرپه یوه کنفرانس کې پریکړه وکړه، چې د فرانسوي مجلې دغه عمل د مظاهرو پرځای د نبي کریم (ص) د پيژندپاڼو په چاپولو غندي.

د دې ټولنې یو تن مسول غړي محمد ګلاب توحيديار ازادۍ راډيو ته وویل، چې دوی به په نيږدې راتلوونکي کې د شاوخوا یو میلیون پيژندپاڼو او د سیرت پوهنې دورو له لارې خلکوته د اسلام د سترپيغمبر نبي کریم ص په اړه معلومات شریک کړي:

"د جمعیت اصلاح عکس العمل په ټول افغانستان کې دا دی، چې موږ شاوخوا د یو میلیون پورې د نبي کریم ص په اړه پيژند پاڼې چاپ ته ورکړي، چې د هرچا ترګوتو ورسیږي، د دې ترڅنګ د رسول الله ص د سیرت په اړه کتابونه چاپ شوي، چې هغه به خلکو ته ورکړو او د رسول الله ص د سیرت پوهنې دورې دي، چې په هغې کې به په زرګونو خویندې او وروڼه برخه اخلي، چې یوه بیلګه يي دا نن تاسو ګورئ، په زرګونو خلک د نبي کریم ص د سیرت نه هم ځان خبروي او د دې بد عمل غندنه هم کوي."

په ورته وخت کې د جمعیت اصلاح ټولنې مشرعبدالرحيم صراف له ټولو اسلامي هيوادونو څخه وغوښتل، چې د دې فرانسوي مجلې په غبرګون کې د یاد هېواد کارکوونکو وشړي او سفارت خانې ورته بندې کړي:

"موږله هغو ټولو اسلامي دولتونو مشرانو او اسلامي کنفرانس نه او بل الخصوص د افغانستان اسلامي جمهوریت نه غوښتنه کوو، چې د فرانسې سفیر د دې ځای نه وشړي او ترڅو هغوی د دې بخښنه وغواړي او د راتلوونکي لپاره باید ډاډ ورکړي، چې داسې کار به نه ترسره کیږي."

له دې وړاندې په همدې ورځ په جلال اباد ښارکې په سلګونو ځوانانو هم د یوه لاریون په ترڅ کې له افغان دولته غوښتنه کړې وه، چې د فرانسې سفارت دې تر هغه وتړل شي، څو چې له مسلمانانو يې په رسمي ډول بخښنه نه وي غوښتي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG