د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

پکتياوال: په څمکنيو کې دې د بانک څانګه جوړه شي


د پکتيا څمکنيو ولسوالۍ لويه او د شپږو ولسواليو مرکز ګڼل کيږي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د پکتيا مرکز ګردېز ښار نه ډېره راکړه ورکړه يې په ښار کې کيږي، خو د بانکونو شخصي څانګې په کې فعاليت نه لري او غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې ورته کار وشي.

د پکتيا ولايت شپږو سرحدي ولسواليو(ډنډې پټان،جانخېل،احمدخېل،ځاځي اريوب، لجه منګل او څمکنيو) کاروباري اوسېدونکي د څمکنيو ولسوالۍ په بازارکې د بانکونو د څانګو جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي، له مرکز ګردېزه نږدې ۷۰ کيلومټره لرې په څمکنيو ولسوالۍ بازارکې په ميلونونو پيسې د ورځې په اوږدو کې ښکته پورته کيږي، خو د غلو او نامعلومو وسله والو له وېرې خپلې پيسې نه شي خوندي کولای.

د خلکو په خبره په دې ولسوالۍ کې د موټرو لوی بارګينونه، د وچو مېو بازارونه او له پولې سره د را اوښتونکو باردارو موټرو تګ راتګ د دې باعث شوی دی، چې په دې ولسوالۍ کې د بانک د څانګې جوړېدو غوښتنه وکړي:

”زه احمدخان منګل د څمکنيو ولسوالۍ د بارګينو د اتحاديې د مشر په توګه يو عرض لرم، چې دلته په سلګونو، سلګونو لکه په مېلونونو،مېلونونو پيسې تبادله کيږي، خو خلک له ستونزو سره مخ دي، ځکه چې دوی دغه پيسې چې کاروبار پرې کوي، د غلو او نورو ډلو له لاسه نه شي ګرځولی، پکار ده چې موږ يو بانک ولرو او ټوله راکړه ورکړه د دې په ځای چې په حواله يا ونډۍ يې ترسره کوو، په بانک ترسره کړو.″

″زه حاجي مامور څمکنی، دلته موږ ډېرې ستونزې لرو چې يوه لويه ستونزه هم د بانک نشتوالی دی، دغه د څمکنيو ولسوالۍ بازار مرکز ګردېز نه لوی بازار دی، خلک يې په مېلونونو، مېلونونو پيسو د موټرو، وچو مېوو او نور کاروبار لري، خو د بانک نشتوالي له امله دغه پيسې دوی په ښه ډول له ځانه سره نه شي ساتلی او نه پرې په ډاډه زړه کاروبار کولای شي.″

″زه حکيم په څمکنيو کې د موټرو تجار، بانک خو په سلو کې نوي ضرورت دی، زه درته ووايم چې کله موږ ځو وېش ته يا کندهار او يا د افغانستان له بلې برخې مال رالېږدو، موټر راولو زموږ د موټرو کاروبار دی، نو پيسې راته يو جنجال وي چې څنګه يې ولېږو، که حواله کوو يې په دې راڅخه ډېرې پيسې ځي، که له ځانه سره يې وړو، نو بيا په لاره کې غله دي او سل نورې ستونزې، نو زموږ غوښتنه هم همدا ده چې په دې ولسوالۍ کې يو بانک جوړ شي، څو پورې زموږ کاروبار ورسره وده وکړي.″

د دې خلکو غوښتنې د پکتيا ولايتي شورا وکيلان هم تاييدوي او ضروري ګڼي چې په ياده ولسوالۍ کې د بانکونو يا يو بانک ځانګړې څانګه پرانيستل شي، د ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل وايي:

″د جانخېلو، پټان، څمکنيو او نورو ورنږدې ولسواليو خلکو ضرورت دی او بايد حل شي، ځکه چې دوی ټول کاروباري خلک دي او دا يې پرځای غوښتنه ده، موږ له مرکزي حکومت او ولايتي ادارې څخه هم غواړو چې دغه سيمه کې د بانک يوه څانګه جوړه شي.″

موږد خلکو داغوښتنې د افغانستان بانک د سوېل ختيځ زون امر احمدزي توحيديارمخې ته کېښودې هغه وويل، چې دوی په ټولو هغو ساحو کې چې امنيتي وضعيت په کې د ډاډ وړ وي، د خلکو د غوښتنو په اساس د شخصي بانکونو څخه تقاضا کوي، چې خپلې څانګې جوړې کړي:

″موږ د خلکو د ضرورتونو په اساس اقدام کوو، کله چې خلک ولايتي ادارې ته عارض شي، نو موږ د نظارت شعبې له لوري په هغه سيمه کې د شخصي بانکونو څخه غوښتنه کوو، ځکه ټول کار اوس شخصي بانکونه پرمخ بيايي، چې د ضرورت په اساس په هغه سيمه کې چې خلک يې غوښتونکي دي، د بانک څانګه ايجاد کړي، که دا خلک د ولايت مقام څخه هيله وکړي، موږ به يې کارونه انشاالله په ډېر نږدې راتلونکي کې خلاص کړو.″

د څمکنيو اوسېدونکي په داسې حال کې د بانک څانګې پرانيستې غوښتنه کوي، چې بازاريې د ګردېز ښار برابر او لويه پر امنه ولسوالۍ ياديږي.

راپور: داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG