د استونیا لویه څارنوالي وايي، په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت له خوا د کرهنې او مالدارۍ وزارت ته کاندید؛ محمد یعقوب حیدري په څلورو کلونو بند محکوم دی.
د استونیا لویې څارنوالۍ پرون (دوشنبه) ازادي راډیو ته په استولي لیک کې وویل چې د تالین سترې محکمې پر ښاغلي حیدري د څلور کلن زندان حکم تایید کړی وو او د نیولو لپاره یې نړیوال حکم صادر شوی دی.
د استونیا لویې څارنوالۍ د ازادي راډيو د پوښتنو په ځواب کې؛ په یوه ایمیل کې لیکلي:
"محمد یقعوب حیدري د ۲۰۱۱ میلادي کال د مارچ په درېیمه؛ د مالیې په نه ورکولو او د دولت د باورماتولو په خاطر په څلور کاله بند محکوم شو. دا حکم د تالین محکمې او د استونیا سترې محکمې هم تایید کړی دی."
په دې ایمیل کې لیکل شوی:
"ښاغلي حیدري د محکمې په اوله غونډه کې، د لنډوخت لپاره له استونیا دوتلواجازه وغوښته او ترهغه وروسته د محکمې غونډو ته حاضر نه شو. د ښاغلی حیدري د نیول کیدو نړیوال حکم جاری دی څو د حبس ټاکلې موده بشپړه کړي."
د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجراییه مشر دفتر وايي چې د کرهنې او مالدارۍ وزارت ته پر کاندید محمد یعقوب حیدري په استونیا کې د مالیې د غلا او درغلی د تور په اړه څيړنې کوي.
د عبدالله عبدالله یوه مرستیال نن ازادي راډيو ته وویل؛ که چیرې پر ښاغلي حیدري لګیدلی تور ثبات شي؛ د کابینې د کاندیدا نو له لسته به وایستل شي.
په استونیا کې د سیاسي چارو څيړونکي اهتو لوبیاکاس ازادي راډيو ته وویل؛ په کابینه کې د محمد یعقوب حیدري شاملیدل د استونیا د خلکو او حکومت د خدمت په بدل کې، د افغانانو لخوا کلکه څپیړه وي.
"فکر کوم چې موږ په یو ډول دا امکان منلی چی ښايي هغه محمد یعقوب حیدري هیڅ کله هم استونیا ته وانستول شی څو د عدالت په وړاندې ودریږي؛ خو زما په فکر که چیرې د وزیر په توګه تایید شي؛ زما په باور د استونیا د حکومت پر مخ به کلکه څپيړه وي.
استونیا په افغانستان کې د ایساف او نړیوال ایتلاف غړی هیواد وو چې د افغانستان له ثبات سره یې مرسته کوله. موږ که څه هم د اروپا یو کوچنی هیواد یو، ډير زیات عسکر مو په افغانستان کې ووژل شول."
په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د ایساف تر قومانده لاندې د خدمت پرمهال؛ لږترلږه نهه استونیايي عسکر وژل شوي او دونوي تنه زخمیان شوي دي.
اهتو لوبیاکاس وویل، د استونیا لپاره د مسلې حساسیت په دا دی چې په افغانستان کې د تیرو څو کلونو پرمختګ په داسې ډول تر پښو لاندې کیږي چې په درغلیو او اداري فساد یو مجرم د کابینې غړیتوب تر لاسه کوي.
د استونیا دا خپواک سیاسي څیړونکي وايي:
"په افغانستان کې د پرمختګ لپاره د نړیوالو پر هڅو داسې پښه ایښودل به د استونیا لپاره د خوابدۍ وړ وي."
د لوبیاکاس په وینا، محمد یعقوب حیدري د نویمې لسیزې په کلونو کې استونیا ته تللی و او هلته یې په مرموز ډول د حکومت له یو شمیر سیاسي کړیو سره نږدې روابط جوړ کړي وو.