د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۵

د فراه ولایت یوشمېر لوړپوړي چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي


د فرا د سرپرست والي په شمول د دې ولایت یو شمیر لوړ پوړي چارواکي د میلیونونو ډالرو مالي درغلیو په تور له دندو لرې شوې او لويې څارنوالۍ ته معرفي شوې دي.

راپورونه وايي چې ولسمشر اشرف غني په یو فرمان سره د فرا ولایت یو شمیر لوړ پوړي چارواکي؛ د میلونونو ډالرو مالي درغلیو په تور په ډله ییزه توګه له دندو لرې کړي او لویې څارنوالۍ ته یې ور پیژندلي دي.

په فرا ولایت کې د ازادي راډیو خبریال وايي؛ سرپرست والي محمد عمر شیرزاد، د دې ولایت د امنیې قومندان، د ملي امنیت رییس او د ګمرګ کمیسار په هغو کسانو کې شامل دي چې د ولسمشر اشرف غني په حکم له دندو لرې شوې دي او د پوښتونو ګرویږنو لپاره لویې څارنوالۍ ته معرفي شوې دي.

ویل کیږي چې په دې چارواکو د میلیونونو ډالرو د درغلیو تور دی.

له دندو څخه لرې کړی شویو چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډه ډه کړې؛ خو د فرا ولایت د ولایتي شورا رییس سید بختیار ازادي راډیو سره په خبرو کې له دندو څخه د یادو چارواکو لرې کیدل تایید کړل. نوموړې ټینګار وکړ چې په دې برخه کې دې د ولسمشر فرمان هر څومره زر چی کیدای شي عملي شي.

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني، په یو ورته اقدام کې د هرات د سرپرست والي په شمول د هغه ولایت یو شمیر چارواکي له دندو لرې کړي وو او د هغوی یو شمیر یې لویې څارنوالی ته معرفي کړي و؛ خو دا لومړی ځل دی چې د یو ولایت د سرپرست والي او امنیې قومندان په شمول لوړپوړي چارواکي د ولسمشر غني له خوا په ډله ییزه توګه له دندو لرې کیږي او لویې څارنوالۍ ته د تحقیقاتو لپاره معرفي کیږي.

تر اوسه پورې په کابل کې چارواکو نه دي ویلي چې د فرا د لرې کړی شویو چارواکو پر ځای یې څوک ټاکلي یا یې ټاکي.
ولسمشر غني د انتخاباتي کمپاین پر مهال خلکو سره ژمنه کړې وه چې د ادارې فساد پر ضد به مبارزه وکړي او هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپاري چې په اداري درغلیو کې لاس لري.

نوموړې د خپل کار د پیل څخه سمدستي وروسته د کابل بانک د سترې درغلۍ دوسیه بیا پرانیستله او یو شمیر نور اقدامات یې هم وکړل.

خلک که څه هم د نوې حکومت د داسې اقداماتو هرکلی کوي؛ خو ټینګار کوي چې د لرې کړی شویو کسانو پرځای باید حکومت وړ او پاک کسان په ټاکلي وخت کې وګماري؛ څو هم اصلاحات راشي او هم د حکومتدارۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

XS
SM
MD
LG