د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

"د پخواني حکومت د ۵ تورنو وزیرانو دوسیې دې په جدي ډول وڅیړل شي"


په داسې حال کې چې د پخواني حکومت د پنځو وزیرانو چې له دندو نه په ناوړه استفادې تورن دي؛ د دوسیو له بیا پلټنې درې میاشتې تیریږي؛ خو تراوسه یې هم د برخلیک په اړه بشپړ معلومات نشته.

د ولسي جرکې د عدليي او قضايي کمېسیون غړي له حکومته غواړي چې دا دوسیې ژر تر ژره تعقیب اوتورنو کسانو ته جزا ورکړي.

د دې کمېسیون غړي سید محمد شریفي بلخابي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ د پخواني حکومت د دغو تورنو وزیرانو دوسیې لکه څنګه چې لازمه وه؛ نه دي څیړل شوې:

"څه ډول چې لازمه وه دوسیې په هغه ډول نه دي څیړل شي او نه هم تعقیب شوې محکمې هم په دې اړه درست تصمیم نه دی نیولی؛ یواځې شعوري اړخ یې درلود حقیقي، واقعي یا عملي جنبه یې نه درلودله، هرچا چې له بیت المال سره خیانت کړی دوی باید په حقیقي او درست ډول د اعمالو په سزا ورسیږي."

د ټرانسپورټ مخکیني وزیران حمیدالله قادري او عنایت الله قاسمي، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر امین فرهنګ، د کانونو وزیر محمد صدیق ایشان او د اقتصاد وزیر جلیل شمس د پخوانۍ کابینې هغه غړي دي چې د لویې څارنوالۍ له لورې په اختلاس او له دندې په ناوړه ګټه اخیستنې تورن دي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو پخواني وزیر محمد امین فرهنګ پر هغه لګېدلي تورنه په کلکه رد کړل او زیاته یې کړه چې حاضر دی د څارنوالۍ له لوري پر ده د لګېدلو تورنو د سپیناوي لپاره ځانګړې محکمې ته حاضر شي.

په عین حال کې په لویې څارنوالۍ کې یوې سرچینې ازادۍ راډیو ته وویل چې د پخوانیو تورنو وزیرانو دوسیې څېړل شوي او فیصلې لپاره یې سترې محکمې ته لېږلې دي.

دا چې سترې محکمې د یادو دوسیوکارونه چېرته رسولي په دې اړه مو د دې محکمې د دفتر له ریاست سره تماس ونیوه خوهغوی د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یوشمېر کارپوهان وايي؛ د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې د وزیرانو محاکمه یوه پیچلې پروسه ده چې وخت ته اړتیا لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

د وزیرانو او نور اتباعو محکمه فرق کوي په دې معنی چې څارنوال له عادي پروسې وځي او عادي تحقیقات نه شي کولای دوسیه حل کړي؛ د دوی لپاره باید ځانګړې محکمه جوړه شي او هغه خاص شرایط لري. زه فکر کوم که چېرې د وزیرانو محکمه ځنډنۍ شوې وي؛ علت یې هم هغه پیچلې پروسه ده چې په قانون کې یادونه شوې."

د افغانستان لویې څارنوالۍ له دې وړاندې یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي په اداري فساد تورن کړي؛ خو تراوسه یې هم د چا نوم نه دی افشا کړی.

د چارو یوشمېر افغان کارپوهان اوعام وګړي وايي؛ په هېواد کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره باید قانون په ټولو یو شان پلی شي؛ ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG