د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

حسام: په افغانستان کې د داعش په اړه اندیښنې بې ځایه دي


د افغانستان امنیتي چارواکي په دغه هېواد کې د اسلام دولت د وسله والو د فعالیت په اړه اندیښنې بې ځایه بولي.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لوړ پوړیو استازیو نن په مشرانو جرګه کې په دې اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د دې ډلې په اړه ډېرتبلیغات شوي دي.

دغو چارواکو دا موضوع د وسله والو مخالفینو نوی تکتیک یاد کړ او ویې ویل ترهغو چې د افغانستان جګړه له سیاسي لاروحل نه شي په پوځي لارو ناممکنه ده.

په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والو د فعالیت په اړه د رپوټونو تر خپریدو وروسته د دغه هېواد امنیتي چارواکي دا د وسله والو مخالفینو تکتیک او تبلیغ بولي.

د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لوړ پوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ په مشرانو جرګې سناتورانو ته د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او د اسلامي دولت د وسله والو د فعالیتونو په اړه یې هم ځیني پوښتنې ځواب کړې.

د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست لومړي مرستیال حسام الدین حسام وویل چې د حکومت وسله وال مخالفین له هرې ممکنه لارې کار اخلي او د اسلامي دولت په اړه هم ډېرتبلیغ شوی دی.

ښاغلي حسام وویل چې د اسلامي دولت په اړه بې ځایه تبلیغاتو خلک اندیښمن کړي دي:

″وضعیت لکه څنګه چې خلک یې په اړه اندیښمن دي هغسې نه دی.

له بده مرغه بې ځایه تبلیغات او بې ځایه اندیښنې د خلکو مورال خرابوي.

دښمن له بېلابېلو تکتیکونو کار اخلي. د داعش په اړه وایم چې دا تبلیغات دي.″

ښاغلي حسام وویل، افغان پوځیان او امنیتي ارګانونه تر وروستي حده هڅه کوي چې د وسله والو مخالفینو د هر راز تکتیک او حملې مخه ونیسي.

د ملي امنیت لومړي مرستیال ښاغلي حسام په داسې حال کې د اسلامي دولت د فعالیتونو په اړه اندیښنې بې ځایه وبللې چې له دې مخکې ځينو سیمه ییزو چارواکو د دې ډلې فعالیت تایید کړی دی.

په لوګر، زابل،غزني او هلمند کې د اسلامي دولت د وسله والو د فعالیتونو په اړه په دې څو ورځوکې رپوټونه خپریږي.

اخوا د دفاع وزارت سرپرست عنایت الله نظري هم د مشرانو جرګې په دې فوق العاده غونډه کې ټینګار وکړچې دا د وسله والو مخالفینو یو تکتیک دی.

ښاغلي نظري وویل، کوم کسان چې اوس په افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم راپاڅیدلي په اصل کې پخواني وسله وال طالبان دي.

د دفاع وزارت سرپرست وویل، افغان پوځیان د وسله والو مخالفینو د حملو د مخنیوي او دفاع توان لري خو د افغانستان جګړه باید له سیاسي حل لارو هواره شي نه پوځي:

″جګړه او ناامنۍ په افغانستان کې کوم جنګي اساس نه لري چې د جګړې له لارې بند شي.

سیاسي اساس لري. دا سیاسي اساس ترهغو چې هوارنه وي جګړه دوام کوي.

پوهیږئ چې د سیمي استخباراتي ادارې هم د دې جګړې ترشا دي.

هیله من یو چې په خبرو، مصالحې او تفاهم له لارې په افغانستان کې د ناامنیو او جګړو د ختمیدو شاهد و اوسو.″

ښاغلي نظري ټینګار وکړچې په افغانستان کې د جګړو د ختمولو لپاره دا ډېره ضروري موضوع ده چې د دې جګړې بهرنۍ سرچینې په خپلو ځایونو کې وچي شي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت د جنګیالیو د موجودیت په اړه ضد او نقیض څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې له تېروشلو ورځو ورځو راهیسې افغان ځواکونو د هېواد د ټولو امنیتي چارو مسوولیت اخیستی دی.

څیړونکی ټینګارکوي چې افغان ځواکونه باید ډېرچمتو وي او پرینږدي چې په یوه نوم او بل نوم وسله وال مخالفین افغانستان ته په راتلو دا هیواد نا امنه کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG