د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

حقمل: ۱،۳ میلیونه ماشومان له زده کړې څخه محروم پاتې شوي


د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي بې سوادي د شته ټولنیزو ستونزو یو لوی لامل بولي او وايي، د دوی له ټولو هڅو سره اوس هم په هیواد کې ۱،۳ ملیونه ماشومان د زده کړو له حقه محروم پاتې دي.

د دې وزارت د نشراتو مشر کبیر حقمل د دوشنبې په ورځ ازادی راډيو ته وویل؛ له دې شمیرې څخه شاوخوا درې لکه ماشومان یوازې د ناامني له امله په جنوبي او جنوب لویدیدځو ولایتو کې ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شوي دي.

نوموړی وايي د تعلیم په وړاندې امنیت یواځينې ستونزه نه ده بلکې په ۱۳۹۳ تعلیمې کال کې ډير نور ماشومان د اقتصادي؛ فرهنګي او په افغاني ټولنه کې د حاکمو ناوړه دودونو له امله هم د زده کړو په لوري نه دي تللي.

له دې سره ښاغلی حقمل وايي؛ د زده کړو څخه د پاتې شوو دې اندازي ماشومانو د جذب لپاره په راروان تعلمیي کال کې ځیني نوي پروګرامونه پلي کوي.

"سږ کال په هیواد کې شاوخوا ‍۱.۳ میلیونه ماشومان له ښوونځیو پاتې شوي دي؛ د دې ماشومانو ډيره برخه په ناامنه ولایوتونو کې ده؛ خو اوس زموږ پلان دا دی چې په دې سیمو کې سیار صنفونه جوړ کړو او تر دې چې ملاامامانو ته مو ویلي چې که په جومات کې هم صنف جوړ کړي؛ دوی ورته د ښوونځي مصارف ورکوي."

له دې وړاندې د پوهنې سرپرست وزیر اصف ننګ د ازادي راډيو سره په خبرو کې تاید کړي چې سږ کال د امنیتي ستونزو له امله په ټول هېواد کې شاوخوا پنځه سوه ښوونځي تړلي وو.

د راپورونو له مخې د افغانستان د ټول ۲۸ میلیونه نفوس څخه ۶۶ فیصده په تېر کې د ډيرو ناخوالو له امله بې سواده پاتې شوي؛ خو په تیرو دیارلسو کلونو کې بیا د سواد د عامیدو هڅو د دې ګراف له کمېدو سره مرسته کړې ده.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دیارلس کاله وړاندې د ښوونځيو څخه د پاتې ماشومانو شمېره اته ملیونو ته رسیده؛ خو اوس په دې شمیرو کې نږدې اووه میلیونه کموالی راغلی دی.

په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت له زده کړو نه د محرونو زده کوونکو د صفر کېدو هڅه کوي؛ د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي؛ تر هغې چې په ټول هیواد کې یو شان امنیت ټینګ نه شي؛ د پوهنې وزارت دا هڅې نتیجه نه ورکوي.

د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د کمیسیون غړي حمیرا حقمل ازادي راډيو ته وویل؛ د زده کړو څخه د محرومو ماشومانو باسواده کول په امنیت پورې تړلي او حکومت باید په لومړي قدم کې تر ډيره په امنیت ټینګار وکړي.

"کومې سیمې چې بې امنه دي، که د پوهنې وزارت څومره هڅې هم وکړي؛ ناکامه دی، ځکه چې مقابل لوري (طالبان) اصلاً علاقه نه لري او نه غواړي هلته ښوونځي پرانستل شي.

په همدې ډول دوی جوماتونو ته هم اجازه نه ورکوي چې په کې ماشومانو ته درس ورکړل شي؛ نو تر هغې چې په ټول هیواد کې امنیت رانه شي دا هیلې چې موږ او د پوهنې وزارت یې لري؛ نه پوره کیږي."

د ارقامو له مخې اوس مهال تر لس میلیونو ډیر ماشومان په داسې حال کې په زده کړو هم بوخت دي چې ډير یې د زده کړو لپاره سالم چاپیریال نه لري.

افغان کارپوهان وايي، زده کوونکو ته د سالم چاپیریال برابرول؛ د ښوونکو او زده کونکو مصونیت ته ډیره پاملرنه او امنیت کولای شي؛ د پوهنې وزارت سره د سواد په عامولو کې ښه مرسته وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG