د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

فیصل: که د کرنې وزارت ته پر کاندید وزیر تور ثابت شي له لیسته به وایستل شي


د افغان حکومت اجرایي ریاست وايي؛ که ثابته شي چې کرنې وزارت ته کاندید وزیر د نړیوالو پولیسو په تورلست کې شامل دی؛ نو د کاندیداتورۍ له لسته به و ایستل شي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې سبا سه شنبې کاندید وزیران د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي؛ د اجرایي ریاست چارواکي وايي، کرنې وزارت ته د کاندید وزیر د سوابقو په اړه پلټنې روانې دي.

د حکومت د اجرايي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ که چېرې ثابته شي چې محمد یعقوب حیدري د نړیوالو پولیسو په تور لست کې شامل دی؛ نو نوم به یې د کابینې له لست څخه وویستل شي.

د ځینو راپورونو په اساس یوشمېر حکومتي سرچینو تاییده کړې چې د محمد یعقوب نوم د کابینې له لست څخه حذف شوی.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې محمد یعقوب حیدري د مالیاتو د نه ورکړې په تور د نړوالو پولیسو یا انټرپول تر تعقیب لاندې دی.

خو ښاغلي حیدري پر ده باندې هرډول لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي او ځان بې ګناه ګڼي.

د چارو یوشمېر کارپوهان د حکومت څیړنې ناوخته اقدام بولي او یادونه کوي چې حکومت باید په تېرو دور میاشتو کې د هر کاندید وزیر په اړه یې پراخې پلټنې کړې وای.

په ورته وخت کې داسې راپورنه هم موجود دي چې مالیې وزارت ته کاندید وزیرغلام جیلاني پوپل له خپلې کاندیداتورۍ نه لاس په سر شوی او ویل کیږي چې په امریکا کې پخوانی افغان سفیر اکلیل حکیمي به ولسي جرګې ته د مالیې وزارت د کاندید په توګه معرفي شي.

د ملي وحدت حکومت داهم وايي؛ که چېرې یوشمېر کاندید وزیران له ولسي جرګې نه د باور رایې په اخیستو بریالي نه شول؛ حکومت بشپړچمتوالی لري چې په کم وخت کې نوي وزیران ولسي جرګې ته د باور رای اخیستو لپاره معرفي کړي.

بل خوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي؛ که چېرې یوشمېر کاندید وزیران له ولسي جرګې نه د باور رایه وانه خلي؛ جرګه حاضره ده، چې دویم ځل کاندید وزیرانو لپاره یوه دوه ورځې خپلې کلنۍ رخصتۍ وځنډوي.

د دې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان ازادۍ راډیو ته وویل:

"هغه کسان چې کاندید وزیران دي او دوی ونه شي کړای خپلې د باور ورایې واخلي او که حکومت وشي کړای په یوې یا دوو ورځو کې نوی لست معرفي کړي؛ دا چې ملي مساله ده موږ کولای شو، چې ملي مساله ده، موږ حاضر یو چې یو څو ورځې خپلې کلنۍ رخصتۍ وځندوو."

هغه زیاته کړه که چېرې احتمالاً د اعلان شوې کابینه غړي د باور رایه وا نه خلي او ډیر ژر یې په ځای نور کسان معرفي نه شي؛ نو دوی به د قانون سره سم خپلې کلنۍ رخصتي واخلي.

خو عام خلک وايي، حکومت په تېرو درېیو میاشتو کې هغه ژمنې چې د کابینې په اړه یې کړې وې؛ د هغې خلاف، داسې کسان کاندید وزیران معرفي کړل چې په حکومتوالۍ؛ کاري تجربې او مسلکيتوب کې زیاتې ستونزې لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG