د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

په شمالي وزیرستان کې امريکايي ډرون الوتکو ۴ وسله وال وژلي


د امريکا بې پيلوټه الوتکو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز تازه حمله کړې چې په نتيجه کې يې دوى ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د شمالي وزيرستان د ځايي امنيتي چارواکيو په وينا؛ د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د دوشنبې په ورځ افغان پولې ته نزدې د شمالي وزيرستان د شوال په دبر سيمه کې پر يوه کور پرله پسې دوه توغندي وېشتلي دي چې په ترڅ کې يې لږ تر لږۀ ٤ مشکوک وسله وال وژل شوي او کڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

د شمالي وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل بې پيلوټه الوتکو په شوال کې پر هغه کور توغندي وېشتي چې د وروستیو معلوماتو له مخې په دې کې د پاکستاني وسله والو طالبانو جنګيالي اوسېدل.

د نوموړي په وينا، په دغه سيمه کې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې پر جنګياليو سربېره، ازبک او نور بهرني وسله وال هم مېشت دي.

ناتائید شوي راپورونه وايي چې په وژل شویو کې بهرني وسله وال هم شامل دي؛ خو د هویت په باب يې لا کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په روان ٢٠١٥م کال کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو درېيم او په روانه اوونۍ کې په شوال کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکز دويمه حمله ده. تر دې مخکې دغو الوتکو په دې سيمه کې د جنورۍ په ١٥مه نېټه هم حمله کړې وه چې ٦ وسله وال په کې وژل شوي وو.

په دې وروستيو کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو حملې په داسې حال کې تېزې شوي دي چې پاکستانيو ځواکونو په کې د تېر کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان ډېرى برخه يې له ترهګرو پاکه کړې ده.

بلخوا د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو کارپوهان په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټو الوتکو حملو ډېرېدو ته په اشاره وايي، چې ښايي اوس هم په افغان پولې ته نزدې په شوال او ځينو نورو سيمو کې کورني او بهرني وسله وال پټ دي؛ ځکه خو پرې امريکا حملې کوي.

په تېر ٢٠١٤م کال کې هم د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو په وزيرستانونو کې لسګونه سخت دريځۀ وسله وال وژلي وو چې په دوى کې د القاعده شبکې ځينې ځايي مشران هم وو.

له ۲۰۰۴م میلادي کال راهیسې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر قبايلي سیمو په سلګونو دغه ډول حملې شوي چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو د پخوانيو مشرانو بيت الله محسود او حکيم الله محسود په ګډون د القاعده ګڼ شمیر مهم مشران او د سر سړي وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې که څه هم پاکستان دا حملې پر خپله خاوره تېرى ګڼي؛ خو د امريکا متحده ايالات يې د ترورېزم ضد جګړې لپاره تر ټولو مؤثره وسيله بولي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG