د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

ننګرهار: په لسګونو ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي مواد وسوځول شول


د ننګرهار روغتيا رياست چارواکو هغه بې کیفیته خوراکي مواد او تاریخ تېر درمل چې په دې ولایت کې له دکانونو او درملتونونو څخه راټول کړي وو؛ د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د بهسود ولسوالۍ اړوند د سراچه په سیمه کې وسوځول.

د روغتیا رييس ډاکټرنجیب کاموال ازادۍ راډيو ته وویل چې دغه خوراکي مواد او درمل چې شاوخوا دوه څلویښت ټنه کیږي؛ د تېرو اوو میاشتو په موده کې راټول کړي وو:

"نن بیا هم پینځه دیرش ټنه بې کیفیته خوراکي مواد او اته ټنه تاریخ تیر درمل؛ راټول شوي ستاسو او د مشترک کميسیون په حضور کې سوځول کیږي."

نوموړی وايي، د دوی له خوا په دوامدار ډول نظارت او کنټرول روان دی؛ خو په خبره يې له دې سره دا ستونزه نه حل کیږي.

کاموال له مرکزي دولته وغوښتل چې د درملو واردات باید په انحصاري ډول وي؛ ځکه د بې شمېره شرکتونو درمل د یوه ټیم له خوا نه شي کنټرول کیدلی:

"له حکومت نه مو هیله او ارزو دا ده چې دوی دې د درملو انحصار رامنځته کړي؛ خکه د کومو شرکتونو له خوا چې درمل راوړل کیږي؛ دا ډيره ستونزمنه ده چې يو ټیم يې کنټرول کړي او د خوراکي موادو په برخه کې له ښاروالۍ، ګمرک، امنیتي او کشفي ادارو همکارۍ ته ډيره اړتیا لرو؛ که دوی مرسته ونه کړي، فکر نه کوم چې دا ستونزه دې بنيادي حل شي."

د روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې دوی د خوراکي موادو د معاینې لپاره په دې ولایت کې لابراتوار لري؛ خو د درملو د معلومولو په خاطر تر اوسه لابراتوار نه لري چې اوسمهال دوی د درملو د معلومولو په خاطر ځينې نمونې مرکز ته د معایناتو په خاطر استوي.

راپور: ـ شاه محمود شینواری- ننګرهار

XS
SM
MD
LG