د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

خبریالان: د خبریال عاقل وقار وژنه د بيان د ازادۍ پر وړاندې ستر ګواښ دی


په ننګرهار کې په لسګونو ژورنالستان د وژل شوي خبریال عاقل وقار د وژنې په غبرګون کې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته په پښتونستان واټ کې راټول شوي وو او د دې پيښې د غندنې ترڅنګ يي پر ښکیلو خواوو غږ وکړ چې د دې پيښې عاملينو ته دې سزا ورکړي.

په ختیځه سیمه کې د ليکوالو او خپلواکو ژورنالستانو ټولنې مشر استاد لال پاچا ازمون وویل چې دغه پيښې د بیان د ازادۍ پر وړاندې سترګواښ دی.

نوموړي وویل، که چيرې ټولې خواوې د بيان ازادۍ ته ژمن وي؛ نو د دې پيښې عاملين دې د عمل په سزا ورسوي او کنه رسنۍ دې د ټولو خواوو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړي:

"که هر څوک وي، هره وسله واله ډله وي د هغوی نه مو غوښتنه دا ده چې د انساني؛ بشري او د بيان ازادۍ ته د درنښت په خاطر دې د دې عمل عاملین د عمل په سزا ورسوي او که چیرې دوی دا کار ونه کړ له ټولو خبریالانو او ژورنالستیکو بنسټونو څخه مو غوښتنه دا ده چې د څو ورځو لپاره دې د ټولو غاړو خبرونه نه خپروي چې دوی پوه شي دلته یو څوک په ژورنالستانو دردیږي او موږ پرې دردمن یو."

په ننګرهار کې د ژورنالستانو د خوندیتوب ټولنې مشر استاد ببرک مياخيل دا د بشریت او اسلامیت خلاف عمل وباله.

نوموړي د دې پيښې د غندنې ترڅنګ وویل که څه هم دا ډول پيښې پر خبریالانو منفي اغیز غورځوي؛ خو په خبره يي هیځ خبریال به د دا ډول پيښو په ترسره کیدو سره له خپلې حقې مبارزې څخه په شا نه شي:

"د ژورنالستانو له ډلې څخه چې څوک بیلیږي دا طبعي خبره ده د نورو ژورنالستانو پر روح او روان باندې منفي اغیز کوي؛ خو زه دا وایم، چې د ژورناليزم غږ به هیڅکله غلی نه شي؛ ژورنالستان به هیڅ وخت غلي نشي دوی به د حق پر مبارزه بوخت وي دوی به خپله مبارزه کوي او دا به تودیږي."

خپلواک ژورنالست محمد اصف شينواری بيا وايي؛ له ښکیلو خواوو څخه دا تمه نه ده پاتې چې د وژل شوو ژورنالستانو عاملینو ته سزا ورکړي.

نوموړی وايي، ژورنالستان تل هڅه کوي د ولسونو غږ پورته کړي او د هغوی د حقوقو د ترلاسه کیدو په خاطر مبارزه کوي؛ ده پر ولس غږ وکړ چې دوی باید د ژورنالستانو ملاتړ او ساتنه وکړي:

"زه لومړی د خپل ولس نه غواړم چې ژورنالستان د ولس د ستونزو ترجمان دی د ولس ستونزې رابرسیره کوي؛ د دوی په خدمت کې دی، لږ تر لږه له ولس نه مې غوښتنه ده چې د خپلو ترجمانانو ساتنه وکړي؛ ملاتړ يي وکړي او خواخوږي ورسره وښايي."

عاقل وقار پخوا له یوې محلي راډيو سره د ولس او چارواکي ترنامه لاندې خپرونه مخکې وړله او اوس يې د ټولنیزې پرمختیا او حقوقي مرستو ادارې سره د تحقیقي ريپوټونو په برخه کې کار کاوه؛ چې وړمه شپه د بټي کوټ ولسوالۍ لوړتۍ په سیمه کې د یو شمېر وسله والو لخوا هغه مهال ووژل شو،چې نوموړی خپلوانو کره د واده په ښادۍ کې د ګډون په موخه تللی و.

راپور:ـ شاه محمود شینواری- ننګرهار

XS
SM
MD
LG