د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

ولسي جرګه: یوشمېر کاندید وزیران دوه ګوني تابعیتونه لري


د ولسي جرګې یوه غړي تایید کړې ده چې نوې کابینې ته یوشمېر کاندیدان دوه ګوني تابعیتونه لري.

تراوسه روښانه نه ده چې د کومو وزارتونو کاندیدان پر افغانستان سربېره د نورو هېوادونو تابعیتونه هم لري؛ خو د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان ډاډه دی چې د نوې کابینې په ترکیب کې د دوو تابعیتونو لرونکي کاندیدان شته.

ښاغلي عرفان له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې کاندیدانو شمېر ونه ښود:

"د کاندید وزیرانو د دوه ګونو تابعیتونو په اړه زه دا تاییدوم چې په دې دوستانو کې یوشمېر یې دوه ګوني تابعیت لري. خو په مشخص ډول نشم کولای د هغو شمېر تاسو ته وښیم چې څو کسان به وي."

له دې مخکې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر عبدالقادر ځاخي ویلي وو چې د نوې کابینې څه باندې لس کاندید وزیران دوه ګوني تابعیتونه لري؛ خو ښاغلي ځاځي د چا نوم نه و یاد کړی.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې که د یوه وزارت کاندید د کوم بل هېواد تابعیت ولري؛ ولسي جرګه د دغه کاندید د رد یا تایید صلاحیت لري. خو ولسي جرګې په دې وروستیو کې پرېکړه وکړه چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي کاندید وزیر ته به د تایید رایه نه ورکوي.

د دې جرګې دوهم مرستیال وايي؛ په امریکا، کاناډا، هالنډ او ترکیه کې د ځینو کاندید وزیرانو د استوګنې له کبله یوشمېر وکیلان فکر کوي چې ښايي دوی به د هغو هېوادونو تابعیت هم لري.

صالح محمد سلجوقي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې جرګه به د دوو تابعیتونو لرونکي کاندیدان د رایو له بهیر څخه محروم کړي:

"جدي تحقیقات پیل شوي دي. په راتلونکو یوې دوو ورځو کې به، د درېیو واړو کمیسیونونو د څېړنو او ارزونو مجموعه ولسي جرګې ته وړاندې او هغه محترم وزیران به چې دوه ګونی تابعیت ولري؛ په هغه صورت کې چې پرې ثابته شي؛ د استجواب له بهیر څخه به بې برخې شي."

ښاغلي سلجوقي همداراز وویل؛ د کاندید وزیرانو په تحصیلي پاڼو او نورو اسنادو کې چې ولسي جرګې ته وړاندې شوي؛ داسې څه نه لیدل کېږي چې پر دوی د بل هېواد د تابعیت لرل ثابت کړي؛ خو ښاغلي سلجوقي یوازې عدلیې وزارت ته کاندید احمدسیر مهجور یاد کړ چې د ده په وینا لس ورځې مخکې یې په کابل کې د فرانسې له سفارت څخه د خپل فرانسوي تابعیت د فسخې غوښتنه کړې وه.

د کاندیدانو وزیرانو تحصیلي اسناد د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته واستول شول او نسخې یې پرون ټولو وکیلانو ته وسپارل شوې.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون د بهرنیو چارو له وزارت؛ سرحدي پولیسو او د ملي امنیت له ادارې غوښتي چې د هغو کاندید وزیرانو په اړه معلومات راټول کړي چې په بهر کې اوسېدلي دي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال وايي چې په پام کې ده کاندید وزیران د اعتماد رایې د اخیستو لپاره د سه شنبې په ورځ د ولسمشر له خوا ولسي جرګې ته معرفي شي.

XS
SM
MD
LG