د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

چوهدري نثار: پاکستان له يوه کړکېچن جنګي حالت سره مخ دى


د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وايي چې هېواد يې له يوه سخت او کړکېچن جنګي حالت سره مخ دى او پوځيان يې نه يواځې په سرحدي کرښو؛ بلکې د پاکستان د ښارونو په لارو کوڅو کې هم له ترهګرو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړى همداراز وايي چې د پاکستان ټول سياسي او مذهبي ګوندونه پر دې خبرې متفق دي چې حکومت او امنيتي ادارې په دې هېواد کې د هغو مدرسو پرخلاف کوټلي ګامونه پورته کړي چې په ترهګريزو پېښو کې ککړ دي او يا هم د ترهګرو مرسته کوي.

نوموړي دا څرګندونې د يکشنبې په شپه په اسلام اباد کې تر يوې امنيتي غونډې وروسته يوې خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال وکړې.

د پاکستان حکومت د تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټۀ په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو تر خونړي بريد وروسته په دې هېواد کې د ترورېزم ضد جګړې لپاره يوه ملي کړنلاره جوړه کړه چې له مخې يې د دې هېواد په اساسي قانون کې تغير راوست او د ترهګرو د ځپلو لپاره يې د پوځي محکمو جوړولو ترڅنګ ځينې جدي پريکړې وکړې.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير خبري غونډې ته وينا کې يو ځل بياد اساسي قانون د تعديل ملاتړ وکړ او ويې ويل چې موږ له يوه اوږد جنګ سره مخ يو او بايد په دې کې خپل زغم او صبر له لاسه ورنه کړو:

"موږ له يوه سخت او کړکېچن جنګي حالت سره مخ يو؛ زموږ پوځيان نه يواځې پر سرحدي کرښو جنګېږي؛ بلکې په لار کوڅو کې هم له ترهګرو سره لاس و ګرېوان يو. ما دا بيا بيا ويلي چې دا يو اوږد جنګ دى؛ دا يواځې پر يوه بريد پورې محدود نه دى. موږ بايد د دې جنګ لپاره ملا وتړو او زغم له لاسه ورنه کړو."

د پاکستان د ترورېزم ضد د ملي کړنلارې له مخې؛ حکومت به د هغو مدرسو پرضد عمليات وکړي چې په ترورېزم او افراطيت کې لاس لري؛ خو د پاکستان ځينې مذهبي ګوندونو د حکومت د دې پريکړې مخالفت کړى دى.

بلخوا چوهدري نثار علي خان وويل چې د پاکستان يو شمېر سياسي او مذهبي ګوندونو او همدراز د دې هېواد د ګڼ شمېر مدرسو مشرانو يا چارواکيو ورسره ژمنه کړې چې د ترورېزم د مخنيوي په لړ کې به د حکومت د هغه ګام مرسته وکړي، چې د مدرسو پر خلاف يې اخلي.

د هغه په وينا، حکومت به يواځې د هغو مدرسو پرضد عمليات وکړي چې په ترروېستي پېښو؛ افراطيت او يا هم د ترورېستانو مرسته کوي:

"موږ په دې متفق يو چې کومې مدرسې په ترورېزم او افراطيت کې لاس لري او موږ يې په اړه ثبوت لرو؛ نو بايد د هغو پرخلاف کوټلي اقدامات وشي. په دې کې څوک اختلاف نه لري؛ بلکې ټولو اړوندو کسانو او ګوندونو په دې اړه د مرستې ډاډ راکړى."

نوموړي همداراز وويل چې پاکستاني پوځيان له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي او استخباراتي معلومات ښيي چې ترهګر د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پېښور د خونړي بريد په څېر د نورو بريدونو چمتووالى نيسي او ښايي په دې جګړې کې دا ډول بريدونه ډېر شي.

هغه همداراز پر پاکستاني ولس غږ وکړ چې د ترورېزم په مخنيوي کې له حکومت او پوځ سره اوږه پر اوږه ودرېږي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په پېښور کې پر ښوونځي تر بريد وروسته په څرګنده د ترورېزم د ځپلو لپاره جدي ښکاري او وايي چې د ښو او بدو طالبانو له توپير پرته بۀ ټول ترهګر وځپي؛ خو د سياسي چارو کارپوهان بيا وايي چې د دوى د دغې پاليسۍ په اړه څه ويل له وخت مخکې دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG