د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

دافغانستان دکرنې وزارت ته کاندیدوزیر د انټرپول تر څار لاندې دی


په استونیا کې د مالیې له ورکولو تیښتې، د افغانستان د کرنې وزارت ته نوماند محمد یعقوب حیدري د انټر پول تر تعقیب لاندې کسانو په لست کې شامل کړی دی.

د نړیوالو پولیسو یا انټرپول پر انټرنټ پاڼې د ښاغلي حیدري عکس هم لګول شوی؛ خو په دې برخه کې ډیر معلومات نه دي ورکړل شوي.

د رویترز خبري آژانس د معلوماتو له مخې ښاغلي حیدري په دې لست کې د خپل نوم خپرېدل تاییدوي؛ خو پر خپلې بیګناهۍ ټینګار کوي.

د راپورونو له مخې نوموړي ویلي چې یو وخت یې د صادراتو او وارداتو د هغه شرکت مشري کوله چې په روسیه او ختیځې اروپا کې یې فعالیت درلود.

محمد یعقوب حیدري د ولسمشر اشرف غني له لوري د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته نومول شوی دی.

محمد یعقوب حیدري د انټرپول په پاڼه کې:

د ولسمشر ویاند نظیف اله سالارزي رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې د انټر پول د فهرست په اړه بې خبرې ښودلې او وایي، په دې اړه به تحقیق وکړي.

په همدې حال کې په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د اجرایي رییس سلاکار سید آقا فاضل سانچارکي آزادي راډیو ته وویل چې هم د افغانستان پارلمان او هم نورې اړوندي ادارې به دا موضوع تعقیب کړي.

"له دې کبله چې ښاغلی محمد یعقوب حیدري د تحول او تداوم ټیم له خوا د وزیر په توګه نومول شوی؛ نو ښایي چې د ولسمشر اشرف غني ټیم په دې اړه لازم تحقیقات وکړي.

خو اوس چې دا موضوع په رسنیو کې مطرح شوې او اسناد هم لاسته راغلي؛ نو باید هم د افغانستان پارلمان او هم نوري اړوندې ادارې په دې اړه پلټني وکړي؛ موږ لا هم وخت لرو."

د ولسمشر د لوړې تر مراسمو نژدې درې نیمې میاشتې وروسته د افغانستان د ملي وحدت حکومت پنځه ویشتو وزارتونو ته نوماندان معرفي کړل.

په دې ۲۵ کسانو کې دیارلس د ولسمشر او دولس د اجراییه رییس له خوا معرفي شول.

ټاکل شوې، دغه وزیران د سه شنبه په ورځ په رسمي ډول د افغانستان ولسي جرګې ته معرفي شي.

بل خوا د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دیني چارو، پوهنې، لوړو زده کړو او هم د نړیوالو چارو کمیسیونونه نن د کاندید وزیرانو د سوابقو د ارزونې په اړه کار پیلوي.

عرفان وایي، که چیرې د دغو کسانوپه اړه کومه جرمي قضیه موجوده وي؛ ولسي جرګه به موضوع د افغانستان عدلي او قضایي ادارو ته وسپاري.

"که چیرې دا خبره رښتیا وي؛ د ولسي جرګې لپاره د اندیښنې وړ خبره ده. موږ د کاندیدانو په اړه تحقیق او پلټني کوو او هڅه کوو چې ښو کسانو ته رایې ورکړو. که چیرې نوماندان داسې کسان وي چې د افغانستان خلک او عدلي او قضایي ادارې یې په اړه پوښتنې ولري؛ دغه راز که دوهم تابعیت ولري؛ نو فکر کوم په دې صورت کې به یې موږ جدا رد کړو."

ښاغلی عرفان وایي، که چیرې یو کاندید وزیر د باور رایه وانه خلي مسوولیت یې د ولسمشر او اجرایي رییس په غاړه دی.

ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ویلي وو چې اداري فساد به په خپله اداره کې له منځه وړي او د کابینې وزیران به د روابطونه بلکه د ضوابطو پر اساس ټاکي.

محمد یعقوب حیدري چې د ولسمشر غني له لوري د افغانستان د کرنې وزارت ته نوماند شوی دی؛ ویل کیږي، د پیداګوژۍ په برخه کې ماسټري لري.

XS
SM
MD
LG