د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

ولې په افغانستان کې د سولې بهیر نتیجه نه ده ورکړې؟


د سولې د خبرو په اړه د افغانانو کمیټه وایي؛ د دې هیواد ډير وګړي د سولې پروسه ناکامه بولي او ترې ناراضه دي.

د سولې په اړه د افغانستان د خلکو د خبرو چلوونکې کمیټه وایي؛ درې عوامل دي چې له امله یې په هیواد کې د سولې پروسه نه سمه عملي شوې شي او نه یې لازمه نتیجه ورکړې ده.

د دې کمیټې غړو د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ دوی د سولې په اړه د هیواد له بیلابیلو خلکو سره بحثونه کړي او دې نتیجې ته رسیدلي؛ که په دې برخه کې ځينې اصلاحات را نه شي؛ کله به هم د سولې روانه پروسه سمې نتیجې ته رسیدای نه شي.

د دې کمیټې غړی حیات الله حیات سولې ته د نه رسېدو لاملونه چې د خلکو له نظر اخستلو وروسته یې مشخص کړي؛ داسې بیانوي.

"که د سولې د عالي شورا جوړښت په همدې شکل دوام وکړي؛ تر راتلونکو دیارلس نورو کلونو د دوی له ادرسه سوله راوستل ناممکن دي. دویم دا چې خپله د حکومتي چارواکو او سیاسون تر منځ همغږي موجوده نه ده او درېیم دا چې د نړیوالې ټولنې له خوا هم د افغانستان د سولې په اړه لازمه واضح پالیسي نشته."

د دې کمیټې غړي وایي، له دې سره چې د سیمې په کچه د افغانستان د سولې په اړه د ځینو هیوادونو تمایل خلک هیله مند کړي؛ خو د ملي وحدت د حکومت مشران باید د سولې د عالي شورا په ترکیب غور او د حکومتي چارواکو په څرګندونو نظارت ډير کړي.

له دې وړاندې هم یو شمېر ټولنو او عامو خلکو په هیواد کې د سولې په پروسه انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې د سولې عالي شورا په تېرو څو کلونو کې د ډیرو مالي مصارفو سره - سره هیڅ کار نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د عالي شورا غړي هم دا تایدوي چې د سولې په اړه د دوی هڅو لازمې نتیجې نه دي ورکړي.

د دې شورا یوه غړي محمد امین وقاد ازادي راډيو ته وویل؛ د سولې خبرې اوس نوي میکانیزم او د پخوا په پرتله پراخ ملاتړ ته اړتیا لري:

"د سولې عالي شورا په تیرو څو کلونو کې له خپلو ټولو هڅو سره نه ده توانیدلې چې له وسله والو مخالفانو سره د خبرو او تفاهم زمینه برابره کړي.

اوس زموږ تجربه دا ښيي چې د سولې عالي شورا نوي جوړښت ته ضرورت لري چې د هرې برخې متخصصین ولري."

د سولې عالي شورا شاوخوا پنځه کاله وړاندې د سولې په اړه د رابلل شوي ملي مشورتي جرګې په وړاندیز جوړ شو؛ تر څو وسله وال مخالفین له جګړې څخه سولې ته وهڅوي.

خو د هغې د کار او مصارفو په اړه ورسته له هغې اندیښنې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي چې د وسله والو مخالفینو د حملو په کمښت او د سولې د پروسې سره د یوځای کېدو په اړه خلکو لازم پرمختګونه نه دي حس کړي.

خو له دې ټولو سره - سره د جمهور رییس اشرف غني وروستیو بهرنیو سفرونو او ورته د دې هیوادونو له خوا د سولې په برخه کې د همکاریو ډاډ او ژمنو خلک خوشبین کړي او وایي هیلې یې نسبتاً ارامه راتلونکي ته ډيرې شوې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG