د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۹

وکیلان: په نوې کابینه کې د لوېدیځو ولایتونو شتون کمرنګه دی


د افغانستان په ولسي جرګه کې د لویدیځو ولایتونو استازي وايي چې په نوې کابینه کې د دې حوزې موجودیت کمرنګه دی.

که له دې مخکې افغانانو د کابینې په ژر اعلان ټینګار کاوه اوس یې د جوړښت په اړه شکایتونه مطرح کوي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د لویدیځې حوزې د ولایتونو استازي وايي؛ بې له شکه د دې حوزې حضور په کابینه کې کمرنګه دی او باید چې دا موضوع جداً په پام کې ونیول شي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال او د هرات د خلکو وکیل صالح محمد سلجوقي آزادي راډیو ته وویل؛ که څه هم ولسمشر ژمنه کړې چې د لویدیځې حضور ته پام کوي؛ خو دوی ته تر هغو د منلو نه ده چې دا خبره په عمل کې نه وي ثابته شوي.

"جمهور رییس وویل چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې په کابینه او نظام کې د لویدیځې حوزې حضور ښکاره شي. اندیښنې موجودې دي، بې له شکه موجودې دي، په دې دلیل چې یو خبرې او ژمنې دي او بل د پروګرامونو عملي کیدل دي چې موږ یې په نن او سبا کې په تمه یو.

بې له شکه ټولو انتقاد درلود چې دا حوزه په منصفانه او دقیقه توګه په کابینه او نظام کې حضور نه لري."

ښاغلي سلجوقي وویل، د ولسمشر په غوښتنه د لویدیځې حوزې ټولو وکیلانو ومنله چې د کابینې نویو غړیو ته د رایې په ورکولو کې برخه اخلي.

د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې که څه هم چې نا امنۍ ډېرې وې؛ خو خلکو یې په پراخ ګډون سره دواړو کاندیدانو ته په اول او دویم وار انتخاباتو کې ډېرې رایې ورکړې.

له بلې خوا په ولسي جرګه کې د غور استازې رقیه نایل وايي؛ دا سمه خبره ده چې ټول ولایتونه په کابینه کې وزیران نه شي لرلی؛ خو د دغو ولایتونو د حوزې حضور ته باید د نظام په نورو پوسټونو کې د پام وړ توجه وشي:

"دا هم یوه خیالي خبره ده چې له هر ولایته یو وزیر ولرو. منطقي خبره نه ده. په دې دلیل چې ډېرې ستونزې موجودې دي؛ ۲۵ وزارتونه دي او ۳۴ ولایتونه. خو موږ په دې هم اکتفا نه کوو چې او دا نه وایو چې دا غیرممکنه ده. زموږ د خلکو سهم او حق باید په بل ډول ورکړل شي. موږ کدرونه لرو."

د افغانستان د نوې کابینې لپاره ۲۵ نوماند وزیران چې درې ښځې هم په کې شاملې دي؛ تېره دوشنبه اعلان شول چې مثبت او منفي غبرګونه یې له ځانه سره لرل.

د ځینو سیمو اوسیدونکو او مشرانو په نوې کابینه کې د خپل حضور د کمرنګ توب خبرې راویستلې چې تر ټولو ډېر شکایتونه له لویدیځې حوزې مطرح شول.

اخوا د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي له آزادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې جمهور رییس غني د لویدیځې حوزې له وکیلانو سره خبرې کړي دي.

که څه هم ښاغلي سالارزي د دغو خبرو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل؛ خو ویې ویل چې ولسمشر د کابینې د جوړښت په اړه د دغو وکیلانو ستونزې واورېدې:

"د غرب د حوزې له وکیلانو سره چې کومه ناسته ترسره شوه؛ په دې کې جمهور رییس هغو ستونزو او مشورو ته غوږ ونیوه چې هغوی د نوې کابینې په اړه درلودې. د دې په خوا کې دولت په څه ډول کولای شي په راتلونکو پنځو کلونو کې په اغیزمنه توګه باندې د غرب حوزې ته خدمت وکړي په دې اړه بحث وشو."

د تازه معلوماتو له مخې تمه ده د ولسي جرګې غړي په همدې اوونۍ کې نویو کاندید وزیرانو ته رایې ورکړي؛ خو معلومه نه ده چې له دې ستونزو سره سره به څو کاندید وزیران د باور رایه خپله کړي.

یو شمیر کارپوهان وايي، دې ته په پام چې کابینه له ډېرو ستونزو او ناندریو وروسته اعلان شوه؛ د ولسمشر او اجرایي رییس له خوا شوې ژمنې هم تر ډېره په کې نه دي مراعات شوي.

د دغو کارپوهانو په خبره د نوې کابینې لیسټ ته په کتو داسې ښکاري چې قومي او ژبنی ترکیب په پام کې نیول شوی او د همدې لپاره هم د لویدیځې حوزې وکیلانو او خلکو په دې اړه خپل شکایتونه مطرح کړي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG