د پکتیکا ولایت په ارګون او سروبي ولسوالیو کې د جمعې د لمانځه وروسته زرګونو لمونځ کوونکو د چارلي ابدو په نوم د طنزیه فرانسوۍ مجلې پرضد چې د دوهم ځل لپاره یې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) کاريکارتور خپور کړی؛ سوله ییز لاریونونه وکړل.
لاریونوال د ارګون او سروبي ولسوالیو د بازارنو په کوڅو او واټونو کې وګرځیدل او د فرانسې د حکومت په ګډون يې د دې مجلې د چلوونکو پر ضد شعارونه ورکړل.
هغوی ویل چې د افغانستان حکومت باید د فرانسې حکومت سره پر اړیکو له سره کتنه وکړي او داسې هېواد سره اړیکې ونه ساتي چې هلته د دنیاوالو د مقدساتو او مذهبونو سپکاوی کیږي.
د مظاهري یو تن تابیا کوونکي مولوي صالح ازادي راډیو ته د دې لاریون د موخو په تړاو وویل؛ چې موږ په دې ځای کې د هغو خلکو پر وړاندې ګډ غږ پوږرته کړ چې د نړۍ د وګړو د مذهبونو سپکاوی کوي:
"غواړو په زغرده ووایو چې مسلمانان ژوندي او بیداره دي؛ هر څوک چې زموږ د قران، دین او پیغمبر حرمت ته سپکاوی کوي؛ موږ د هغې څخه د وینې او سر په بیه دفاع کولای شو."
د لاریون په پای کې یو پنځه ماده ییز پریکړه لیک هم صادر شو چې په هغه کې افغان حکومت څخه د فرانسې د حکومت سره د اړیکو د بیا کتنې غوښتنه شوې او ویل شوي چې افغان حکومت باید دې هېواد سره خپلې ټولې سیاسي او اقتصادي اړیکې پرې کړي:
"موږ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې دلته د فرانسې سفارت وتړي او خپل سفیر دې د فرانسې څخه راوغواړي؛ د ټولو مدني ټولنو او بیلابیلو رسنیو څخه غوښتنه کوو چې د هغو هېوادونو او اشخاصو پر وړاندې جدي عکس العمل وښيي چې د مذاهبو سپکاوی کوي؛ همدارنګه غوښتنه کوو چې افغان حکومت دې فرانسې سره خپل هر اړخیز او اقتصادي مناسبات قطع کړي."
بل خوا د پکتیکا د سروبي په ولسوالۍ کې هم ورته مظاهر وشوه.
په پکتیکا کې دا لاریونونه د پکتیکا د عالمانو د شورا، د پکتیکا د ځوانانو متحدې شورا او نورو مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو له خوا په لاره اچول شوي وو.