د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

نوی حکومت ټینګه اراده لري چې د عامو خلکو پر ژوند د زورواکو فشار کم کړي؟


ولسمشرمحمداشرف غني څو ورځې مخکې نوې کابینه اعلان کړه چې جهادي مشران پکې نشته او لویه برخه یې نوې څېرې دي.

په داسې حال کې چې تنظیمي مشران او قوماندانان د افغانانو د ژوند پر ډېرو برخو مسلط دي ایا د افغانستان نوی حکومت ټینګه اراده لري چې د عامو خلکو پر ژوند د زورواکو فشار کم کړي؟

د ولسمشراشرف غني له خوا د نوي کابینې اعلان په څرګنده وښوده چې په نوي حکومت کې د تنظیمي مشرانو ونډه کمه شوې ده او پرځای یې نوي کسان د سیاست صحنې ته راوتي دي.

د ولسمشر یو نژدې همکار وايي، ښاغلی غني نه غواړي د کرزي د حکومت اشتباهات تکرار کړي. دې مقام چې غواړي نوم یې افشا نه شي؛ رویټرز خبري آژانس ته ویلي؛ ولسمشر غواړي نړیوالې ټولنې او افغانانو ته ثابته کړي چې د ده کابینه له پخوانیو هغو توپیر لري.

د کابینې په نویو څېرو کې ښايي ځینې یې له تنظیمي مشرانو سره اړیکي ولري؛ خو په هرحال د سیاستوالو د یوه نوي نسل استازيتوب کوي. دا مسئله د یوشمېر جهادي مشرانو او قوماندانانو د پټو او ښکاره انتقادونو باعث هم شوې ده؛ خو داسې ښکاري چې ولسمشر غني پر خپله ژمنه ولاړ دی.

د ولسي جرګې غړې آرین یون چې د پخواني ولسمشرحامدکرزي له منتقدانو څخه وه هم وايي، ولسمشر غني هوډ کړی چې د تنظیمي قوماندانانو واک به کموي خو مېرمن یون آزادۍ راډیو ته وویل چې دا کار په تدریجي ډول ترسره کېږي:

"په دې دیارلسو کلونو کې واک او اختیار ټول د جنګسالارانو و. یعنې ډاکټر صاحب (اشرف غني) یودم نه شي کولای ټول ختم کړي. مګر داهم غټه لاس ته راوړنه ده چې په داسې نازکو شرایطو کې چې واک او اختیار ټول له دوی سره دی؛ ده بیاهم عزم کړی چې د جنګسالارانو لاسونه له حکومته لنډ کړي او غواړي چې مسلکي او داسې حکومت جوړ کړي چې ولس واقعا حساب پرې وکړای شي."

د کابینې له اعلان وروسته د مجاهدینو د پخواینو قوماندانانو او مشرانو ترخې ویناوې د ولسمشر غني د پلویانو څرګندونې تاییدوي.

په دې وروستیو کې اکثر مجاهدینو چې په انتخاباتو کې یې د عبدالله عبدالله په ګټه کمپاین کړی و؛ پر نوموړي د ملي وحدت پر کابینه د توافق په خاطر سخت انتقادونه وکړل او حتی په خیانت یې تورن کړ.

رویټرز آژانس د ملي شورا د غړي فرهاد صدیقي له قوله لیکي چې وايي؛ د هېواد په سلو کې اتیا مخور او ځواکمن کسان د پخوانیو مجاهدینو قوماندانان دي او بل جهادي قوماندان حضرت علي وايي؛ دا خطر شته چې ملي شورا نوې کابینه رد کړي.

حضرت علي وايي، ملي شورا له مجاهدینو ډکه ده او دی فکر نه کوي چې وکیلان به ډېری کاندید وزیرانو ته د اعتماد رایې ورکړي. خو ټول وکیلان داسې فکر نه کوي.

آرین یون وايي، ولسمشر له تنظیمي مشرانو د نظام د تصفیې قاطع هوډ کړی او دا ورته هیله منه ده:

"سره له دې چې د ډاکټر صاحب پر شاوخوا اوس هم جنګسالارانو حلقه جوړه کړې؛ خو سره له هغه هم یوه امېدواري شته چې کله نوې کابینه اعلان شوه؛ نو ولس ته بیاهم یوه امېدواري پیدا شوه چې ډاکټر صاحب واقعاً غواړي هغه جنګسالاران چې د افغانستان ملي شتمني یې چور کړې ده او د افغانستان د خلکو په وینو یې لاسونه سره دي؛ له صحنې وباسي."

د ملي وحدت د حکومت نیمايي برخه، د پخوانۍ شمالي ټلوالې غړي عبدالله عبدالله غوره کړې او د دې ټلوالې بله مهمه څېره عبدالرشید دوستم بیا د ولسمشر غني خپل متحد دی. د سیاسي چارو د کارپوه او ژورنالیست زبیر شفیقي لپاره دا وېش د اندېښنې لویه سرچینه ده.

ښاغلی شفیقي وايي، د چارواکو څرګندونې چې ګنې نوی ولسمشر به د پخواني ولسمشر اشتباهات تکرار نه کړي؛ له اوسنیو حقایقو سره په تضاد کې دي:

"اول ولسمشر د ولس په رایو انتخاب شوی و؛ خو له جنګسالارانو سره یې خپل امتیاز شریک کړ او له هغه وروسته د ده خپل ټیم، د جنګسالارانو په جمله کې چې یادېږي؛ جنرال دوستم د ده اول معاون دی؛ هغه د جنګسالارانو سالار دی. ماته ډېره سخته ښکاري چې دی دې اوس د دغو چارواکو پرخلاف چې له ده سره په هرڅه او هر امتیاز کې شریک دي اقدام وکړای شي."

د ولسمشر نژدې همکار چې مخکې یې یادونه وشوه رویټرژ آژانس ته ویلي چې ولسمشر غني د کابینې پرسر د څه باندې درې میاشتنیو ناندریو په ترڅ کې یوشمېر کاندیدان په دې خاطر رد کړل چې ویل یې لازم تحصیل نه لري یا د پخوانۍ دورې استازیتوب کوي.

د ښاغلي غني د پلویانو له څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړی په نظام کې د تنظیمي قوماندانانو او مشرانو د واکمنۍ د کمولو لپاره پر خپله ژمنه ټینګ ولاړ دی؛ ځکه په نوي حکومت کې مسلطه نظریه دا ده چې د همدې تنظیمي مشرانو د نفوذ له کبله په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان په ګټه لوی فرصتونه له لاسه ووتل.

XS
SM
MD
LG