د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د کندز د خان اباد د یوشمېر اوسېدونکو کورونه غیر مسوول وسله والو لوټ کړي


د کندز د خان اباد ولسوالۍ د مافلې، ایشانټوپ، چهارتوت او د ډګرې سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د جګړي له امله دوی دې ته اړ شوي؛ څو خپل کورونه پریږي او د خان اباد ولسوالۍ ښار او یوشمېر نورو سیمو ته کډه شي.

د یاد شویو سیمو یوشمېر اوسېدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی کورونه د غیرمسوولو وسله والو له خوا لوټ شوي دي:

"امیرمحمدیم. همدغه کورونه په درنو وسلو سره ويشتل کیږي؛ په هغو کې ښځې او ماشومان پاتې دي او د خلکو کورونه ډک پاتې دي؛ یا یې اربکي چور کوي او مالونه یې ضربه کوي او څومره چې دغه کارونه زیاتیږي همغه اندازه تضات او نفرت د خلکو زیاتیږي او طالبان زیاتیږي.

۲- رحیم خان یم. دا حکومت نه دی دا غل دی، موږ ویل دومره چورو چپاول به نه کوي؛ داسې چور وچپاول يې کړي چې هیڅ شي یې موږ ته نه دي پریښي. دلته راغلم چې لږ ذره اوړه ویسم؛ خو اربکیان راغلل ماته یې وویل چې اوزه له کوره دا ستاسو کور نه دی ماته یې سپکۍ سپورې وویلې او له کوریه یې وشړلم."

په همدې حال د کندز والي محمدعمر ساپي، ازادۍ رادیو ته وویل چې غیرمسوول وسله وال د دوی تر کنټرول لاندې دي او داسې خپلسرۍ نه شي کولی؛ نوموړی وايي چې هغه په خپله هم داسې شکایتونو اوريدلي دي:

"زه دغه ستونزه تاییده وم، هلته وضعیت خراب دی او دغه غیرمسوول وسله وال کسان په هر کلي کې دي او هر کلی ځان ته قوماندان لري. خو دغه خلک دې مهرباني وکړي؛ موږ ته دې د دغو غیرمسوولو وسله والو قوماندانانو نومونه په ګوته کړي چې موږ هغه راوغواړو اورته ووایو چې ولي په خپلسر دغسې کارونه کوي."

بلې خوا ته د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سید جهانګیر وویل چې په دې جګړې کې تر دې دمه ۶ تنه غیر مسوول وسله وال وژل شوي او ۴ تنه یې ټپیان شوي دي او دوه تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳ تنه یې ټپیان شوي دی.

د امنیت امر وویل چې سیمه ته د دوی امنیتي ځواکونه ورغلي او وسله وال مخالفین یې په شاه تنبولي دی.

په عین حال کې ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفینو ویاندوی معرفي کوي؛ هغه وايي چې دوی په دې جګړه کې ۱۶ تنه غیر مسوول وسله وال یې وژلي او ۱۲ تنه یې ټپیان کړي دي.

د کارپوهان په وینا، که چېريدا شان خپلسرۍ د عمليات پرمهال په سیمې کې دوام پیداکړي او سیمه ییز چارواکي یې په وخت سره مخنیوی ونه کړي؛ د خلكو او دولت ترمنځواټن به لاهمزيات شي.

رپور: اجمل آرین - کندز

XS
SM
MD
LG