د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

په افغانستان کې تولیدي فابریکې له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟


د کابل ښار په صنعتي پارک کې د تولیدي فابریکو ځینې خاوندان؛ د حکومت له نه پاملرنې څخه شکایت کوي.

دوي وایي، د فابریکو تولیدات يې کم شوي او که څه تولیدیږي: مارکیټ ورته نشته.

سره له دې چې تیرحکومت په شاوخوا دیارلسو کلونو کې په هیواد کې اقتصادي ودې او د پانګو جلبولو ته هڅې وکړې؛ خو ویل کیږي چې ډیری تولیدې فابریکې نه یوازې دا چې فعالې نه شوې بلکې فعالې هم د سقوط په حال کې دي.

د دې حقیقت موندلو ته موهڅې وکړه چې د کابل ښار د څرخي پله په صنعتي پارک کې ځینې فابریکې له نږدې ووینو.

په دې پارک کې د اکثرو فابریکو دروازې تړلې او یوازې د یوڅو د ماشینونو اوازونه ترغوږه کیدل.

د فعالو فابریکو له جملې نه د خوراکي موادو د تولید یوه فابریکه وه

د دې فابریکې مسوول سردار د خپلې فابریکې د وضعیت په اړه وویل:

"زما په فابریکه کې چپس او پاپړ جوړیږي؛ ډېر ماشینونه مې غیرفعاله دي؛ یوڅو مې فعال کړي، تولید کم شوی او د فابریکې وضعیت مې د دولت د نه پاملرنې له امله مخ په خرابیدو دی."

د دې فابریکې ترڅنګ د جرابو د جوړولو یوه فابریکه هم وه؛ یوازې یو څو ماشینونه یې فعال وو.

د دې فابریکې مسوول فرزان نومیده، ده وویل:

"حکومت سوداګر او پانګوال ته زیاته توجه نه کوي؛ ټول په تاوان روان یو، که په دې شکل وي، زما فابریکه به ژر وتړل شي؛ ځکه نور د تاوان برداشت نه شم کولی."

راپورونه وايي، له تیرو شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې په سلګونو فعالې فابریکې اوسمهال غیرفعالې شوي دي.

د افغانستان د صنعتکارانو د اتحاديې د معلوماتو له مخې د کابل د څرخي پله په صنعتي پارک کې د یوزرو، نهه شپیته فابریکو له جملې نه؛ اوسمهال درې سوه یواتیا تولیدي فابریکې فعالې دي.

ویل کیږي چې ناامني، د فابریکو خاوندانو ته د پورونو؛ نه ورکول، انتخاباتي لانجې او د نړیوالې ټولنې د مرستو کموالی هغه څه دي چې په وروستیو وختو کې د سلګونو فابریکو د تړل کیدو سبب شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د معلوماتو له مخې په شپتمه لسیزه کې په سلګونو دولتي فابریکې او شرکتونه او شاوخوا څلورسوه خصوصي شرکتونه فعال وو؛ خو ویل کیږي چې په کورنیو جنګونو کې د دغو فابریکو اکثره له مینځه لاړې او کارګران یې وزګار شول.

له دوه زره لومړي میلادي وروسته د حامد کرزي په حکومت هیلې پیدا شوې چې د نړیوالې ټولنې له مرستو سره به یوشمېر فابریکې له سره فعالې شي؛ خو انتقادونه کیږي په دې دوره کې هم د دغو فابریکو فعالولو ته لازمه توجه ونه شوه.

د سوداګرۍ اوصنایعو خونې تیرکال د څه باندې زر فابریکو په تړل کیدو اندیښنه وښوده او تاکید وکړ چې حکومت دې روانې ستونزې ته تدابیر ونیسي.

اوسمهال د افغانستان د صنعتکارانو اتحادیه ورته اندیښنه لري او د فابریکو وضعیت ښه نه ګڼي:

د دې اتحادیې مرستیال عبدالجبار صافي په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:

"په ټول افغانستان کې کابو څلویښت فیصده کاروبار سقوط شوی؛ حکومت باید اقتصادي پلان اعلان کړي؛ څو سوداګر پانګه اچونو ته وهڅیږي."

ښاغلی صافي تاکید کوي چې حکومت دې ژرترژره نوې اقتصادي پالیسي تنظیم کړي او که نه نو؛ پانګه اچوونه به نوره کمه شي.

په عین حال کې ګڼ شمیرکارګر چې د فابریکو د سقوط له امله وزګار شوي؛ وايي چې اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوي دي:

"په دې دولت کې خو پخواني کارونه هم پر خلکو ودریدل؛ که وضعیت همداسې وي، په زرګونو کارګر به وزګار شي؛ د دولت چارواکي یوازې د چوکیو په غم کې دي؛ نه د غریبو په غم کې."

دوی له حکومته هیله کوي د فابریکو د فعالولو هڅې دې زیاتې کړي.

راپورونه داهم وایي چې په ورستیو کلونو ځینو بهرنیو پانګوالو هم خپلې پانګې ایستلي او د افعانستان د امینتی وضعیت ښه کېدو ته انتظار باسي.

سوداګر وايي، که د فابریکو د سقوط مخه ونه نیول شي؛ د خلکو بیکاري به د جرمونو کچه لوړه کړي.

خو د افغانستان د پانګې اچوونې ملاتړه اداره ایسا وايي چې اوسمهال په هیواد کې لس صنعتي پارکونه شته چې څه باندې دوه زره شپږ سوه فابریکې په کې فعالې دي.

د دې ادارې ريیس وفي اله افتخار له ازادي سره په خبرو کې د صنعتکارانو ستونزې پرځای وبللې؛ خو ویې چې کمولو ته هڅې تیزي شوي دي:

"د نویو پالیسیو په هکله مو له مربوطو مقاماتو سره سلامشورې پیل کړی؛ څو تجارو ته پورونه ورکړي، زیربنا جوړي کړي او هڅه وکړي چې پانګوالو ته په بهر کې مارکیټونه ومومي او د دې ترڅنګ داسې پلانونه رامینځته کړي چې له هېواد څخه د سرمایې د فرار مخه ونیول شي او تعرفې هم کمې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو په دې وروستیو کې چین، لندن او پاکستان ته سفرونه کړي او وایي چې دا سفرونه د بهرنیو پانګو جلبول یې د سفرونو له اهدافو څخه وو.

راپورونه وايي، د فابریکو تړل کېدل د دې سبب شوی چې د هېواد نوي فیصده ضرورتونه له وارداتو پوره شي.

په دې هکله د افغانستان د پانګې اچوونې ملاتړه اداره وايي؛ دا هیواد اوسمهال شاوخوا اولس قلمه تولیدات لري چې له بهر يې د واردېدو ستونزه کمه کړې ده چې ځینې خوراکي مواد؛ پلاستیک، نوشابې او داسې نور په کې شامل دي.

د کارګرانو اتحادیه او کارپوهان وايي؛ د فابریکو د تړل له امله د وزګارو کارګرو شمېر له یوې نه بلې ته زیاتیږي او حکومت باید له لویو پروژو او پروګرامونو د دې وضعیت د دوام مخه ونیسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG