د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

فایننشل ټایمز: د چین د قدرت لوبه په افغانستان کې


نړېوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د چین د رول او په دې هېواد کې د روانې جګړې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فایننشل ټایمز:

فایننشل ټایمز ورځپانې په دې عنوان، د چین د قدرت لوبه په افغانستان کې مقاله خپره کړې ده. د دې لیکنې په یوه برخه کې لیکل شوې دي چې له افغانستان او د اسیا له جنوبه د امریکا له شاته تګه وروسته چین انتظار کوي چې دغه تشه ډکه کړي.

د دغې بریتانیایۍ ورځپاڼې په باور چین د سیمې ځواکونه سره راغونډ کړې دي؛ د افغانستان د تیلو، ګازو او د زیرمو د استخراج په برخو کې یې پانګونه کړې ده او په سیمه کې یې پر خپل ملاتړي هیواد؛ پاکستان فشار راوستی دی چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د خبرو میز ته راکاږي.

ورځپاڼه د ځینو خبرونو په استناد دا هم لیکي چې په دې ترڅ کې چین طالبان خپل هیواد ته وربللې دي؛ څو په دې ډول یې په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مرسته کړې وي.

د ورځپاڼې په وینا، کله هم پیکنګ د چین له سرحدونو بهر یو ډیپلوماټیک نقش نه دی لوبولی؛ نو که چیرته په افغانستان کې د چین هڅې بریالۍ شي؛ دغه هیواد به بیا وکولی شي چې په شمالي کوریا کې هم مثبت کردار ادا کړي.

فایننشل ټایمز بیا پوښتنه کوي چې چین به دې ته چمتو شي چې په هغه هیواد کې یو سخت نقش ولوبوي چې په اوسني تاریخ کې یې پخوانی شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه او امریکا هم په دې هیواد په زړه برابره نتیجه وانخیسته؟

ورځپاڼه بیا د دې سوال په ځواب کې د چین هڅو ته اشارې کوي چې د افغانستان له چارواکو سره یې خبرې کړي؛ په افغانستان کې یې پانګوونه کړې او طالبانو ته یې بلنه ورکړې چې چین ته ورشي چې دا ټول پر دې دلالت کوي چې چین غواړي چې د افغانستان په قضیه کې سخت او مهم نقش ولري.

د فایننشل ټایمز په وینا، د امریکا متحد ایالتونه ونه توانیدل چې یو باثباته اقتصاد په افغانستان کې په میراث پریږدي او په دې کې هم پاتې راغلل چې د پاکستان پوځ اړ کړي چې د افغانستان له وسله والو مخالفانو سره له مرستو لاس واخلي.

خو په ورته وخت کې ورځپاڼه لیکي چې له اقتصادي پلوه چین خامو موادو ته اړتیا لري او له دې کبله افغانستان او پاکستان ته په یوې سترې عایداتي سرچینې بدل شي او په دې ډول په دغو هیوادو کې د افراطیت او خشونت لمن ټوله شي.

د فایننشل ټایمز په وینا، په تاریخ کې هر ځپل شوي هیواد ته یو ځل داسې فرصت پیدا کیدای شي؛ خو ایا افغانستان او پاکستان به له دې فرصه استفاده وکړي؟ دا هغه سوال دی چې د اوس لپاره ځواب نه لري؛ ځکه چې جګړه لا په سیمه کې روانه ده.

فارین پالیسي:

« جګړه لاهم روانه ده» د فارین پالیسي په خپرونه کې یو مطلب دی چې نوی چاپ شوی دی. په دې مقاله کې لولو، سربیره پر دې چې د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۲۸مه ناټو اعلان وکړ چې محارب ماموریت یې په افغانستان کې پای ته ورساوه او اوباما له مسوولیت سره سم د دې جګړې د پای ته رسیدو اعلان وکړ؛ خو دا جګړه لا له پای ته رسیدو لرې ښکارې.

فارین پالیسي لیکي، د جګړې میراث په ځانګړې ډول د دې جګړې بې ځایه شویو کورنیو ته رسیدلی چې ښایي د کلونو کلونو په مخه په خیمو کې له خپلو کورونو لرې له کاره پرته خپل سخت ژوند ته دوام ورکړي.

خپرونه په دې ترڅ کې هغو کورنیو او ښځو ته اشاره کوي چې میړونه یې وژل شوي او دوی له خپلو ماشومانو سره په سخت ژمي کې په خیمو کې شپې سبا کوي.

فارین پالیسي لیکي، د جګړې پای د ټوپک غلي کیدل نه دي، جګړې هغه وخت پای ته رسیدلې ګڼلی شو چې د افغانستان خلک د هغې له ستونزو خلاص شوې وي.

XS
SM
MD
LG