د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

جنوبي وزيرستان: د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد ٦ وسله وال وژلي


د امريکا بې پيلوټه الوتکو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز تازه بريد کړى چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر وسله وال وژلي دي.

د جنوبي وزيرستان ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د پنجشنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان مرکز واڼا ته نزدې په وچه دره نومي سيمه کې د مېشتو وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى چې لږ تر لږۀ ٦ مشکوک وسله وال پکې وژل شوي او ٣ نور ټپيان شوي دي.

دوى وايي چې بې پلوټه الوتکو د وسله والو پر مرکز پرله پسې دوه توغندي وېشتي چې په نتيجه کې يې مرکز په بشپړه توګه له منځه تللى دى.

دا په روان ٢٠١٥ م کال کې پر جنوبي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو لومړى بريد دى. تر دې وړاندې دغو الوتکو په ٢٠١٤م کال کې هم پر دې سيمې ٢ بريدونه کړي وو.

د جنوبي وزيرستان يوه ځايي خبريال له ازادي راډيو سره په خبرو کې پر دې سيمې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو د تازه بريد او په سيمه کې د مېشتو وسله والو ډلو په اړه وويل:

"جنوبي وزيرستان دا علاقه ده وچه دره؛ د امريکا بې پيلوټه الوتکو په دغه سيمه کې پر يوه کور دوه توغندي وېشتي، چې په ترڅ کې يې ٦ کسان وژل شوي دي چې په دوى کې ځينې بهرني جنګيالي هم دي. دا کوم ځاى چې دا بريد شوى، دا د محسودو علاقه ده او په دې کې د خان سيد سجنا او اعظم طارق وسله وال جنګيالي زيات مضبوط دي."

بل خوا د پاکستان يوه جګپوړي امنيتي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستى؛ رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې په جنوبي وزيرستان کې د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې ٢ ازبک جنګيالي هم وژل شوي دي چې له ډېرې مودې راهيسې په سيمه کې مېشت وو.

د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو په داسې حال کې په جنوبي وزيرستان کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو مرکز په نښه کړى چې پاکستانيو ځواکونو په دې سيمه کې؛ د ٢٠٠٩ م کال کې د "راه نجات" په نامه پوځي عمليات کړي وو او دا سيمه يې له ترهګرو پاکه کړې وه.

بل خوا د پاکستان حکومت پر وزيرستانونو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو تازه بريدونه غندلي دي.

د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي چې دا ډول بريدونه د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتيا څرګنده سرغړونه ده.

په دې وروستيو کې پر شمالي او جنوبي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په داسې حال کې يو ځل بيا زيات شوي چې پاکستانيو ځواکونو په شمالي وزيرستان کې د تېر کال له جون راهيسې پراخ پوځي عمليات پيل کړي او په نتيجه کې يې کورنيو او بهرنيو وسله والو ته د سخت زيان اړولو ادعا کوي.

ياده دې وي چې له ۲۰۰۴م میلادي کال راهیسې پر قبايلي سیمو په سلګونو دغه ډول حملې شوي چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو د پخوانيو مشرانو بيت الله محسود او حکيم الله محسود په ګډون د القاعده ګڼ شمیر مهم مشران او د سر سړي وژل شوي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG