د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

ملي شورا په روان کال کې له جدي ننګونو سره مخ وو


د ښځو، امنیت او سولې د انسټټیوټ په نامه یو تحقیقاتي بنسټ موندلې چې ولسي جرګه د حکومت پراعمالو د څارنې او د خلکو د غوښتنو په منعکسولو کې ناکامه وه.

دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې د اعمالو د دوه کلني څارنې د نتیجو په اړه د خپلو موندنو راپور وړاندې کړ.

د همدې بنسټ مسولین د دې څارنې او تحقیق هدف دا بولي چې، افغانستان د یوه دیموکراتیک، شفاف او ځواب ورکونکې پارلمان څښتن شي.

د ښځو، امنیت او سولې د انسټټیوټ په تازه راپورکې راغلي چې، د پارلمان غړي د قانون په عملي کولو، د حکومت پر کړنو د څارنې او د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې ناکامه دي.

د همدې بنسټ راپور وایې، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې اویا په سلوکې غونډې د قانون جوړونې، پنځه ویشت فیصده د حکومت له کړنو څخه د څارنې او پنځه فیصده د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ په اړه وې، خو زیاتوي چې ولسي جرګې په یادو برخو کې سم عمل نه دی کړی.

په راپور کې په ځانګړي توګه د ولسي جرګې له لوري له ښځو سره د تاوتریخوالي د منع او لوړو زده کړو د قوانینو پرنه تصویبیدو انتقاد شوی دی.

د دغه انسټیټیوټ یو څیړونکې رضا حسیني د پنجشنبې په ورځ د خپل بنسټ د راپور یوه برخه داسې ولوسته:

″د قانون جوړونې په برخه کې ترټولو مهم ضعف د ولسي جرګې د استازو له لوري د قوانینو د طرح په برخه کې د خلاقیت نشتون دی.

په یوه کال کې محترمو استازو یوازې یوه طرحه وړاندې کړه او هغه هم د وکېلانو د حقوقو او مصونیت د قانون طرحه ده.″

د ښځو، امنیت او سولې د انسټټیوټ په راپورکې راغلي چې، د افغانستان ولسي جرګې سږ کال نوي عمومي غونډې جوړي کړلې چې په درې څلویښت فیصده ناستو کې د پارلمان نصاب پوره نه و.

اخوا د ولسي جرګې دویم مرستیال سره له دې چې دغې جرګې کې ستونزې مني، خو دا ردوي چې ددې جرګې غړیو دي ناغیړي کړې وي.

صالح محمد سلجوقي د ولسي جرګې په مجلس کې شته ستونزو ته داسي اشاره کوي:

″د سیاسي ګوندونو نشتون، د قوي پارلماني ډلو نشتون، په مقننه قوې کې د حقوق پوه او پوهو کسانو نه موجودیت، ستونزې جوړي کړي. سږکال له ستونزو ډک کال و چې بې له شکه پارلمان یې اغیزمن کړ.″

ښاغلي سلجوقي وویل چې، سږ کال د ولسي جرګې له لوري دولس سندونه بشپړ شوي او تر ټولو مهم کار چې په مخکې دی، هغه د کابینې غړیو ته رایه ورکول دي.

سره له دې چې د ولسي جرګې غړیو ددې راپور پر وړاندي غبرګون و ښود، خو د دغه بنسټ مسولینو وویل چې د دوي موندنې شفافې او مستندې دي.

XS
SM
MD
LG