د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

وزیري: د افغان هوایې ځواکونو پر پیاوړتیا په چټکۍ کار روان دی


د افغانستان دفاع وزارت وایي، د دغه هېواد د هوایې ځواکونو پر پیاوړتیا په چټکۍ کار روان دی.

د دفاع وزارت چارواکي هیله ښیې چې ډیرژربه د افغانستان د هوایي ځواکونو غیر فعالي برخې لکه رادار، دافع هوا راکټ او داسي نورې فعالي شي.

د افغانستان دفاع وزارت داسې مهال د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا پرهلوځلو ټینګار کوي چې لاهم د دوی په وینا دغه برخه په بشپړ ډول پرپښو نه ده دریدلې.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل پردې کارکوي چې د هوایي ځواکونو هغه برخې فعالي کړې چې تراوسه کارنه دې ترې اخستل شوی، دولت وزیري وویل:

″زموږ په هوایي قواوو کې ډیرکارشوی دی . درې لواوې لرو یوه په شینډنډ، بله په کابل او یوه هم په کندهارکې ده .

زموږ د هوایې قواوو د هلیکوپترو او ترانسپورتي برخې فعالي دي، خو د مدافع هوایې برخه، یا رادار توپچي، دافع هوا راکټ هغه برخې دې چې تر اوسه نه دي فعالي شوې.

کار ورباندې دوام لري. هیله لرو چې په نژدې راتلونکې کې دغه برخې هم فعالي شي.″

د ښاغلي وزیري دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوس مهال د افغانستان ټول محاربوي عملیات او جګړې د افغان ځواکونو په غاړه دي .

د هوایې ځواکونو ملاتړ د عملیاتو یوه عمده برخه جوړوي چې دا کار د دفع و ترد، جنګي او ښکاري الوتکې کوي، خو افغانستان لا هم دغه الوتکې نه لري .

دفاع وزارت وایي، نړېوالې ټولنې ژمنه ورسره کړې چې تر ۲۰۱۷ کاله به یې اړتیاوي پوره او غیر فعالي برخې به فعالي کړي .

اوس مهال څه باندې سل تنه افغانان د پیلوټ، کشاف، تخنیک کار او نورو مسکلي برخو کې په امریکا ، هند ، عربي متحده اماراتو ، انګلستان ، ایټالیا او هم په خپله افغانستان کې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په زده کړو بوخت دي .

XS
SM
MD
LG