د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

جان کري او جواد ظریف د لانجمن اټمي پروګرام په اړه دوې دورې خبرې وکړې


د امریکا او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د تهران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه دوې دورې خبرې وکړې.

جان کري او محمد جواد ظریف پنځه ساعته پردې موضوع خبري وکړې چې څنګه کولای شي د ایران د اټمي پروګرام په اړه یوه وروستي توافق ته ورسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي د دغو مشرانو خبري اساسي او مهمې ګڼلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي، دا لیدنه به جوته کړي چې دواړه لوري څومره هغه وروستي توافق ته چمتو والی لري چې له مخې به یې د ایران د اټومي فعالیتونو د بندولو په بدل کې پر تهران بندیزونه لیري کیږي.

ظریف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري یوه ورځ مخکې ترهغه سره ولیدل چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو او ایران پلاوي په ژنیو کې سره کښینې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال وینډي شیرمن او د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي به د خپلو ګروپونو مشري کوي.

د جنورۍ د پنځلسمې نیټې په خبروکې به ترډیره د خبرو پر تخنیکي مسایلو تمرکز وشي.

بله لویه غونډه به د جنورۍ پراتلسمه کیږي چې په هغه کې ایران د نړۍ له شپږو قدرتونو سره خبرې کوي.

په ۲۰۱۳ کال کې متحده ایالات، فرانسه، جرمني، بریتانیا، روسیه او چین چې پنځمه جمع یو هېوادونه بلل کیږي له ایران سره په لومړني توافق کې پاته راغله چې غوښتل یې ایران د ځینو اقتصادي بندیزونو د کمیدو په بدل کې خپل اټمي فعالیتونه وځنډوي.

لویدیځ شک لري چې ایران په پټه د اټمي وسلې د جوړولو چارې پرمخ وړي، خو ایران دا تورونه ردوي.

تهران او پنځه جمع یو هېوادونو دوه ځلي ونه توانیدل په هغو نیټو وروستي توافق ته ورسیږي چې پخپله یې د ایران د اټمي پروګرام په اړه کړې وې.

راپورونه وایي، عمده موضوع چې ایران ټینګار ورباندې کوي دا ده چې غواړي وکولای شي د یورانیمو یوه برخه غني کړي او دا هغه څه دي چې په ځینو مواردو کې د اټمي بم په جوړولو کې کاریږي.

ایران تل ویلي چې دغه فعالیتونه یې سوله ییز اهداف لري.

ټاکل شوې دواړه لوري د وروستي توافق رسیدو ته د جون دیرشمه نیټه وټاکي.

د متحده ایالاتو کانګرس چې ترډیره د جمهوري غوښتونکو له لوري کنټرولیږي، پردې غور کوي چې ښایې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي، خو د اوباما اداره له دې سره مخالفت کوي.

په ملګروملتونوکې د امریکا سفیرسامنتا پاورد جنورۍ پردولسمه خبردارۍ ورکړی وو چې د نویو بندیزونو لګول به د هغو مذاکراتو بهیر تقریبا ختم کړي چې تر اوسه یې نه یوازې د ایران د اټمي پروګرام د فعالیتونو پرمختګ درولی، بلکه کولی شي موږ ته د دې پوهیدو لاره هواره کړي چې ډاډه شو د غه فعالیتونه په بشپړ ډول سوله ییز دی.

XS
SM
MD
LG