د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

"د کندهار له زندانه د نشه يي توکو مشهور قاچاقبرخوشې شوی"


د مسکراتو او مخدروموادو پرضد د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز مسوولین وايي، په دې وروستیوکې د کندهار له زندانه د مخدروموادو یو مشهور قاچاق کوونکې خوشې شوی دی.

د دې مرکز د اختصاصي څارنوالۍ مسوولینو ازادۍ رادیوته وویل، د دوې له خوا خوشې شوی قاچاق وړونکې لعل جان د مخدرو موادو د قاچاق پرجرم په شل کاله بند محکوم شوی و.

د افغانستان د محابسو د عمومي ریاست چارواکي د کندهارله زندانه د لعل جان خوشې کېدل یوه ستونزه ګڼي خو وايي چې، د کندهار ولایت د زندان او محکمې مسوولینو ته دوسیې جوړې شوي او تحقیقات ځینې کېږي.

د افغانستان د مسکراتو او مخدرو موادو پرضد د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز چارواکې وايي، په دې وروستیو کې د کندهارله زندانه د لعل جان په نامه د مخدروموادو یو ستر قاچاق کوونکې، له قانع کوونکو قانوني دلایلو پرته خوشې شوی دي.

د دې مرکز د اختصاصي څارنوالۍ مسوولینوله ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، لعل جان څه کم دوه کاله مخکې د کندهار په ولایت کې له مخدرو سره نیول شوی او دوسیه یې دوې ته راجع شوې وه.

د دې مرکز د اختصاصي څارنوالۍ عمومي ريیس یارمحمد حسین خیل وايي، د دوي موظفو څارنوالانو د لعل جان د مخدروموادو د قاچاق دوسیه له کره څیړنو وروسته مربوطو محاکمو ته سپارلې چې ابتداییه او استیناف دواړو محکمو تورن لعل جان د شلو کلونو د بند په تیرولو محکوم کړی دی:

″موږ قضیه بررسي کړه او په ابتداییه او استیناف محاکموکې په شل شل کاله بند محکوم شو، له دې وروسته سترې محکمې زموږ له څارنوال پرته دا بند پنځه لس کاله کړ، دولس میاشتې يې په څرخي پله کې تیرې کړي، په یوولسمه میاشت کې یې موږ ته راوست چې مشروط خوشې کېدل يي تایید کړو خو موږ ورسره موافقه ونه کړه، بیا یې کندهار ته تبدیل کړ، هلته یي یوه نیمه یا دوه میاشتې تیرې کړې او خوشې شو.″

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدروموادو سره د مبارزې د پولیسو مسوولین وايي، د مخدرو موادو د قاچاق کوونکو نیول اسانه کارنه دی بلکې ډیرځلي د پولیسو او قاچاق کوونکو ترمنځ نښتې کېږي او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله هم اوړي.

کارپوهان وايي، پرهرتورن چې جرم ثابت شي، اجرایي ارګانونه مکلف دي چې قانون پرې پلی کړي او که نه نو، د قانون ماتول هم جرم دی.

د ولسي جرګې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د کمیسیون غړي ملاتره خیل کوچۍ په دې اړه ازادۍ رادیوته وویل:

″که چېرې د محکمې له خوا پر چا جرم ثابت او د بند حکم يې صادر شي او که دې برخه کې کومه معامله کېږي او بندي خوشې کېږي دا له هېواد سره او اساسي قانون سره جفا او ظلم دی.″

د مسکراتو او مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د معلوماتوله مخې لعل جان د مخدرو موادو د لویو قاچاق کوونکو په لست کې راځي.

سربیره پر دې د کورنیو چارو وزارت او ځینو بهرنیو موسسو ویلي چې د افغانستان د مخدرو موادو په تولید او قاچاق کې ځیني لوړ پوړي دولتي چارواکي لاس لري.

د دې وزارت چارواکو څو ځلي ژمنې کړي چې د مخدرو موادو د سترو قاچاق کوونکو لست به اعلان کړي خو په شاوخوا دیارلسو کلونوکې دا لست اعلان نه شو.

په عین وخت کې په دې وروستیوکې یوې جرمني اونیزۍ مجلې شپیګل لیکلي چې د بلخ سرپرست والي عطامحمدنور د مخدرو موادو په قاچاق کې لاس لري، خوعطا محمدنور پر ځان لګیدلي دا تورونه رد کړل.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت د کندهار له زندانه د لعل جان د خوشې کېدو پیښه تاییدوي خو وايي چې په دې اړه د کندهار ولایت د زندان او د محکمې مسوولینو ته دوسیي جوړې شوي او تحقیقات ځیني روان دي.

د دې وزارت د محابسو او توقیف خانو د عمومي ریاست د دفتر مسوول جنرال حبیب اله رضواني ازادۍ رادیو ته وویل:

″قضیه داسې وه چې لال جان بندي و، د کورنیو چارو وزارت له حکم سره سم له کابله د کندهار زندان ته تبدیل شو، ویل کېږي چې په مشروط ډول خوشې شوی، دا خبره څنګه رامنځته شوې د کندهار د محکمې ريیس او د زندان مدیرته دوسیې جوړې شوي او تحقیقات ځیني کېږي.″

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، سره له دې چې په وروستیو درې کلونو کې په هېواد د مخدروموادو کر او تولید زیات شوی خو دوې هڅې تیزي کړي چې دا مبارزه له پخوا څخه زیاته پراخه او جدي کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګروملتو د سازمان مربوطه څانګه وایي، افغانستان اوس هم په نړۍ کې د مخدرو موادو د تولیدوونکې هېوادونو په سر کې دی.

افغان حکومت وايي، د مخدروموادو پر ضد مبارزه په یوازې ځان د افغان حکومت له وسې وتلې او ګاونډیو هېوادونو او نړېوالې ټولنې ته پکار ده چې په دې مبارزه کې د افغان حکومت هر اړخیز ملاتړ وکړي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG