د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۵۸

" له عراق او سوریې وروسته داعش افغانستان ته هم لاره میندلې"


د بریتانیي انډپنډنټ ورځپاڼه په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکي چې له عراق او سوریې وروسته د اسلامي دولت ډلې افغانستان ته هم لاره میندلې.

ورځپاڼه د افغان چارواکو له قوله لیکي چې په هلمند کې د ملا عبدالرووف په نامه یوکس په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د استازیتوب ادعا کوي او د خلکو جذبول یي پیل کړي.

انډپنډنټ ورځپاڼه د نیمروز د والي امیرمحمد اخندزاده له قوله لیکي چې وايي:

″ملاعبدالرووف پخوا د طالبانو قوماندان وو، زه ورسره خپلوي لرم، خوڅوکاله کېږي چې ما نه دی لیدلی.″

د صفي الله په نامه د سنګین ولسوالۍ یو قومي مشر ورځپاڼې ته ویلي خلک وايي چې ملاعبدالرووف هلته د طالبانو سپین بیرغ را کوزکړی او په ځای یي د اسلامي دولت ډلې تور بیرغ اوچت کړی.

صفي الله ويلي چې د طالبانو او ملاعبدالرووف د پلویانو ترمنځ نښته کې څوتنه وژل شوي.

د بریتانيي یوه بله ورځپاڼه ټایمزپه خپلې وروستۍ ګڼې کې وايي دا لومړی ځل دی چې د اسلامي دولت ډلې بیرغ په افغانستان کې اوچتیږي او ښکاري چې د طالبانو په منځ کې درځ پیدا شوی.

ټایمزوايي، د طالبانو یوبل سیال هم اوس پیدا شوې.

ورځپاڼه د سنګین د ولسوال له قوله لیکي چې ملاعبدالرووف د ایران او عراق له لارې سوریي ته تګ راتګ کوي او د افغانستان خلکو ته وايي چې د مامشرپه عراق کې دی او ملګرو یې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی دی.

ورځپاڼه د هلمند د ولایتي شورا د رییس حاجي محمد کریم اتل له قوله لیکي چې اسلامي دولت ډله خپلو کسانو ته ډیرې پیسې ورکوي تر دې چې خپلو نویوجذب شویو کسانو ته د میاشتې پنځه سوه ډالر هم مني.

حاجي اتل هم وايي چې د طالبانو او د اسلامي دولت ډلې کسانو ترمنځ جنګ شوی.

د پاکستاني طالبانو یوې ډلې د تیرې شنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړه او ويي ویل اسلامي دولت ډله اوس د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ فعاله ده.

ټایمز ورځپاڼه په خپل یو بل مطلب کې وايي، یواځې افغان طالبان نه دي چې اسلامي دولت ډله ځانته ګواښ ګڼي بلکه یو شمېر نور کسان هم شته چې هم یې طالبان خپل دښمنان ګڼي او هم د اسلامي دولت ډلې له تهدید سره مخامخ دي.

ورځپاڼه لیکي:

دا هغه ترجمانان او نور افغانان دي چې له بهرنیانو سره کار کوي. طالبان د جاسوسي او بهرنیو سره د همکاري په تورپه دوی بریدونه کوي او اوس ورته د اسلامي دولت ډله هم پیدا شوې چې د طالبانو په نسبت ډیر ځیږ او ظالمانه چلند لري.

د لندن ټایمز ورځپاڼه له بریتانیي او نورو هغو هېوادونو چې دغه کسان یې استخدام کړي غواړي چې دوی ته د مهاجرت زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG