د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

افغانستان او متحد عربي اماراتو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ


د افغانستان او متحد عربي اماراتو د ستراتیژیکو همکاریو د تړون له مخې به اوس د افغانستان وزارتونه کولای شي چې په مختلفو برخو کې د متحد عربي اماراتو حکومت ته پروژې وړاندې کړي او د هغوی مرستې ترلاسه کړي.

د دې موافقتنامې په اساس به متحد عربي امارات په اقتصادي، سیاسي، امنیتي او فرهنګي برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي.

دا موافقتنامه پرون په دوبۍ کې هغه وخت لاسلیک شوه چې د متحد عربي اماراتو له ولیعهد او صدراعظم شیخ محمد بن راشد ال مکتوم سره د افغانستان ولسمشراشرف غني وکتل.

د ستراتیژیکو همکاریو د دې سند په اړه په اماراتوکې د افغانستان د سفارت مستشارفضل اله رښتین ازادۍ راډيوته وویل:

″د دې ملاقات په ترڅ کې د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه د دواړو هېوادو ترمنځ لاسلیک شوه او دا ډیره ستره لاسته راوړنه ده د افغانستان لپاره.″

د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه د اشرف غني او ولیعهد شیخ راشد په حضورکې په بهرنیو اړیکو کې د اماراتو وزیرانوربن محمد قرقاش او د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحنیف اتمر لاسلیک کړه.

افغان ولسمشر او د اماراتو ولیعهد د کابل او ابوظبي ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون پراهمیت ټینګار وکړ. په اماراتوکې د افغانستان د سفارت مستشار فضل اله رښتین د شوې موافقتنامې په اړه وویل:

″دې موافقتنامې اوس دا دروازه پرانیستله چې زموږ د حکومت هر وزارت کولی شي چې د اماراتو د حکومت له وزارتونو سره خپلې اړیکي ټینګ کړي.

اوس د افغانستان هر وزارت کولای شي چې د اماراتو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره خپل پلان له ابوظبي سره شریک کړي او بیا به دواړه لورې پرې بحث کوي او نتیجې ته به رسیږي.″

په دوبۍ کې د تیرماښام غونډې پرمهال ولسمشرغني او د اماراتو ولیعهد په سیمه کې پرسیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتوهم خبرې وکړې او دا مساله یې وڅیړله چې څرنګه په سیمه کې ثبات راتلای شي او پرمختګ کیدای شي.

د متحد عربي اماراتو د رسنیو په وینا ولیعهد شیخ راشدال مکتوم له افغان ولسمشر سره په ځانګړې ډول د دواړو هېوادو ترمنځ پر اقتصادي او تجارتي پراختیا تمرکز وکړ او دا مساله یې وڅیړله چې د امنیت له ټینګیدو سره څرنګه افغانستان، د چین، هند او متحد عربي اماراتو تر منځ د یوه پله حیثیت پیدا کولی شي.

ولسمشرغني وویل چې هېواد یې غواړې چې د متحد عربي اماراتو له تجربو د حکومتدارۍ او ښاري پراختیا په برخو کې استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG