د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

فیلډمن: امریکا د ملي وحدت له حکومت سره د مرستو دوام لپاره ژمن دی


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډانیل فیلډمن د افغانستان له نوې حکومت سره د خپل هېواد پر مرستو ټينګار وکړ.

ښاغلی فیلډمن چې په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی د چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت له اجراییوي مشر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا یې خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايی؛ هېواد يې د ملي وحدت حکومت سره د مرستو دوام لپاره ژمن دی.

ډانیل فیلډمن د چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله سره په ګډ خبرې کنفرانس کې وویل چې امریکا به په راتلونکي کې هم د افغانستان د خلکو ترڅنګ وي:

"موږ سره یوځای یو څو یو له بل سره د مرستې کولو لار پیدا کړو او زموږ اصلي هدف دا دی ترڅو ډاډه شو چې څنګه کولای شو؛ له لویو فرصتونو څخه د خپل ایتلاف لپاره ګټه واخلو."

ښاغلي فیلډمن د ۲۰۱۴ میلادي کال د اګست په میاشت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د جیمز ډابنز پرځای خپل کار پیل کړ.

فیلډمن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري سره د پاکستان په سفر کې ملتیا کوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پاکستان ته په سفر کې ویلي چې القاعده؛ حقاني شبکه او همداراز لشکر طيبه نه يواځې د پاکستان؛ بلکې د امريکا او نړۍ لپاره ستر ګواښ دى او ټولو ترهګرو ته بايد يو ډول وکتل شي.

ښاغلي کري پاکستان ته ډاډ ورکړی چې امریکا به له ترورزم سره د مبارزې په برخه کې له دې هېواد سره مرسته وکړي.

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته په سفر کې له تروریزم سره د مبارزې پر څرنګوالي څه نه دي ویلي؛ خو اجریه مشر عبدالله عبدالله ویلي چې په دې اړه به له ښاغلي فیلډمن سره خبرې وکړي:

"مصالحه له اساسي مسایلو څه شمېرل کیږي چې په اړه يې بحث کوو؛ همدارنګه له تروریزم سره د مبارزې پر موضوع او د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو په دوام په بیلابیلو برخو لکه امنیت نظامي او ملکي برخو کې به خبرې اترې وکړو."

د امریکا متحده ایالات په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې په ملکي او پوځي برخه کې له لویو تمویلونکو هېوادونو څخه شمیرل کیږي.

یو شمیر افغان څیړونکي وايي؛ که چیرې د امریکا مرستې په راتلونکو کلونو کې پرځای مصرف شي؛ نو افغانستان به د ترورزم او نا امنیو له پلوه له جدي ستونزو سره مخامخ نشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG