د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

"هر هېواد چې د سولې په بهیر کې له موږ سره مرسته کوي هرکلی یې کوو"


د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی
د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی

د افغان ولسمشر ویاند وايي چې حکومت به له هر هغه هېواد څخه هرکلی وکړي چې د سولې د خبرو، اترو په برخه کې له افغانستانه ملاتړ وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې د سولې د خبرو اترو لپاره د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې غړي هم له ازادۍ راډيوسره په خبروکې د چین له دې اقدامه هرکلۍ وکړ.

د افغانستان حکومت په نړۍ کې د چین اقتصادي قوت ته په کتو وایې چې دا هېواد کولای شي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په برخه کې ګټور رول ولوبوي.

د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي دا خبرې وروسته له هغې ازادۍ راډيوته وکړې چې چین د منځګړي په توګه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره بشپړچمتووالی ښودلی دی.

ښاغلي سالارزي همدارنګه وویل چې افغان حکومت به له هر هغه هېواد څخه هرکلی وکړي چې د سولې د مذاکراتو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي:

″نوی ملي وحدت حکومت په دې باوردی چې د سولې کلي د افغانستان په اختیار کې ده او دا اختیار به هیچ چاته ورنه کړي، خو هر هغه هېواد چې وکولای شي افغانستان سره د سولې په پروسه کې ملاتړ وکړي له هغه به هرکلی وشي.″

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلو تازه څرګندونوکې ویلي چې هېواد يې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د منځګړي په توګه پوره چمتوالی لري.

په عین حال کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار ازادۍ راډيوته وویل چې چین کولای شي له خپل نفوذه په استفادي پرپاکستان فشار راوړې ترڅو طالبان د مذاکري میز ته حاضر کړي:

″د سولې او امنیت د راوستلو په برخه کې هره خوا چې د عمل میدان ته را ودانګي نو د افغانستان خلک تر هرکلی کوي، خو شرط دا دی چې د مذاکراتو اجنډا باید روښانه وي او د پردې تر شاه خبرې اترې ونشي.″

چین په داسې حال کې د سولې د خبرواترو لپاره د منځګړتیوب چمتووالی ښودلی چې په دې وروستیوکې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې ګنې د وسله والو طالبانو یو پلاوی د طالبانو د رژیم د پلان وزیر قاري دین محمد حنیف په مشرۍ د 2014 میلادي کال د نومبرپه میاشت کې له قطره پاکستان او بیاچین ته د سولې د خبرو اترو لپاره سفر کړی.

په عین حال کې د وسله والوطالبانو د رژیم پخواني مشران هم د سولې د خبرواترولپاره دا ډول مزاکرات ګټور بولي.

د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل په دې اړه ازادۍ راډیوته وویل:

″په دې کې شک نشته چې چین هېواد ښه رول لوبولای شي، د چین خارجي رول ته په کتو په دې برخه کې فوق العاده مرسته کولای شي.″

ښاغلي متوکل همدارنګه وویل چې د ملي وحدت حکومت باید له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرواترو لپاره عملي کارونه ترسره کړي.

خو یو شمېرافغان څیړونکي وايې چې د سولې د تامین لپاره باید داسې منظم میکانیزم جوړ شي ترڅو ټولو غاړو ته د منلو وړ وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG