د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

"کاندید وزیران له ولسي جرګې د رايي اخیستو لپاره کمپاینونه پیل کړي"


د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، یو شمېر کاندید وزیرانو د باور رايي اخیستلو لپاره له دوو ورځو راهیسې چټک کمپاینونه پيل کړي دي.

خو د دوی په وینا کاندید وزیرانوته به له سمت، ژبې او قوم پرته د وړتیا، مسلکیتوب، لیاقت او تخصص له مخې رایي ورکړي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت مدني فعالان د چهارشنبې په ورځ د ملي شورا مخ ته راټول او په وکیلانو یې غږ وکړ چې د رايي په وخت کې دې له شخصي مسایلو تېراو د هېواد ملي مسایلو ته پام وکړي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې په دووکمېسیونو کې د کاندید وزیرانو د تحصیلي اسنادو او دوګوني تابعیت په اړه څیړنې روانې دي، د دې جرګې ځیني غړي وايي یو شمېرکاندید وزیرانو لا له وړاندې کمپاینونه پيل کړي.

ولسي جرګې غړي قدرت الله ذکي د چهارشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې ویل چې د یو شمېرکاندید وزیرانو له خوا ورته د رایي د ورکړې لپاره ټیلیفونونه شوي دي.

خو دا چې کوم کاندید وزیر ورسره اړیکې نیولې ښاغلي ذکي د چا نوم وانخیست:

″کمپاینونه روان دي د یوه وزیر سکرتر زنګ وهي چې وکیل صاحب وزیر مو لیدو ته منتظر دی، زه د هغه مامور اوعسکر یا څه کاره، زما غوښتنه دا ده چې په میړانه سره له خپل شخصیت او د خلکو رایو څخه ساتنه وکړو.″

ډیریوو وکیلانو اندېښنه ښودله چې نږدې دریمه برخه کاندید وزیران دوګونی تابعیت لري، چې دغه وزیران د تخصص او وړتیا له مخې نه بلکې د قوم په اساس وزارتونو ته معرفي شوي دي.

مخکې له دې، چې ولسي جرګه دې کاندید وزیرانو ته د تایید یا رد رایو په اړه صندق کیږدي، دغه کاندیدان به ولسي جرګې ته ځي او په وار سره به خپل کاري پروګرامونه بیانوي.

له دې وړاندې د ولسي جرګې غړیو په خپلو غونډو کې په څو ځلي دا ټینګارکړی و چې، هغه کاندید وزیرانو ته به چې دوه ګونی تابعیت ولري د تایید رايي ورنه کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابرهیمي که څه هم د وکیلانو اندېښنې پرځای وبللې، خو زیاته یې کړه چې د اساسي قانون له مخې ولسمشرد کابینې د معرفي کېدو حق لري.

ښاغلي ابراهیمي وویل، وکیلانو هم د قانون له مخې صلاحیت لري هغه کاندید وزیرانو ته چې ښه پروګرام ونه لري وړ، لایق او متخصص نه وی د رد رای ورکړي:

″موږ او تاسې هغه ایماني او وجداني مسوولیت چې د ولس پر وړاندې یې لرو، لیاقت او وړتیا چې په اساسي قانون کې یو اصل دی په پام کې نیولو سره به موږ او تاسې حتمي په خپل وخت تصمیم نیسو.″

له یوه اوږده ځنډ وروسته د دوشنبې په ورځ د ولسمشرد یوه فرمان په اساس پنځه ویشتو وزارتونو او دوو خپلواکو ریاستونو ته کاندیدان معرفي شول.

د مدني ټولنو یو شمېرفعالان هم له ولسي جرګې غواړي چې کاندید وزیرانو ته د سمت، ژبې او قوم له مخې له رایو ورکولو څخه ډډه وکړي.

د بلخ ولایت د یوې مدني ټولنې غړي چې په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي هم ورسره مله و، د چهاشنبې په ورځ د ملي شورا مخې ته راټول شوي او د ولسي جرګې له غړیو یې وغوښتل چې د رايي په وخت کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي.

د مدني ټولنې په استازیتوب په ولسي جرګې د بلخ استازې ګلالۍ نورصافۍ ازادۍ راډیو ته وویل:

″کله مو چې د هغوي تحصیلي اسناد وکتل، خپل کاري پروګرامونه تشریح کړي له هغې وروسته به ولسي جرګه تصمیم نیسي، وړ، لایقه، پوره کاره خلکو ته به رایه ورکوي، نه د ژبې او سمت په اساس.″

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېرغړیو د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې له ولسي جرګې وغوښتل، چې د کاندید وزیرانو د اسنادو په څیړنه کې له دقته کار واخلي.

خو معلومه به شي، چې ولسي جرګه به دې کاندید وزیرانو ته د رایې ورکولو پرمهال څومره له دقته کار واخلي او د بې طرفۍ اصول به په پام کې ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG