د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

ولسمشر غني او ال نهیان په ابوظبي کې پر مهمو مسالو خبرې وکړې


د افغانستان جمهور ریيس پرون د ابوظبي د وليعهد او د متحده عرب اماراتو له نورو چارواکو سره وليدل.

دواړو لورو د دوه اړخيزو روابطو او افغانستان ته د متحده عرب اماراتو د مرستې په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو تمرکز په افغانستان کې د سياسي او اقتصادي ثبات او د سولې پر رامنځته کولو و.

څېړونکي په دې باور دي چې متحده عرب اماراتو ته د جمهور ریيس غني سفر کولی شي؛ په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول ولري؛ ځکه چې دې هيواد په تيرو وختونو کې له طالبانو سره نيږدې اړيکې درلودې.

د افغانستان جمهور ریيس محمد اشرف غني تېره ورځ د ابوظبي له وليعهد او د متحده عرب اماراتو د مسلح قواوو د قومندان له مرستيال جنرال شیخ محمد بن زيد آل نهيان سره وليدل.

په دې تعارفي مراسمو کې شیخ محمد هيله څرګنده کړه چې دا سفر به د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د ملګرتيا او همکارۍ لپاره ګټور ثابت شي.

دواړو لورو د اقتصادي، پراختيايي او ټولنيزو روابطو په اړه، چې د دواړو هيوادونو د خلکو پر غوښتنو ولاړ وي؛ خبرې وکړې.

د دواړو لورو مشرانو همداراز په افغانستان کې د متحده عرب اماراتو له خوا په روغتيايي؛ معارف او زيربنايي برخو کې د بيا رغونې د پروژو ارزیابي وکړه.

په دې غونډه کې د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني د افغانستان د لاسته راوړنو او د اقتصادي پراختيا او ملي موسسو جوړولو په اړه توضيحات ورکړل او ویې ويل، هيله من دی چې دا سفر به يې په افغانستان کې د متحده عرب اماراتو د پانګو جلبولو لپاره ګټور ثابت شي.

څېړونکي او د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي په دې باور دي چې متحده عرب امارات کولی شي؛ د افغانستان د حکومت او طالبانو او نورو ډلو تر منځ د سولې په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

متحده عرب امارات، پاکستان او سعودي عربستان يوازيني هغه هيوادونه وو چې په افغانستان کې يې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی و او له دوی سره يې نيږدې اړيکې درلودې.

له دې کبله، څېړونکي او د افغانستان د عالي شورا غړي په افغانستان کې په سوله راوستلو کې د اماراتو رول مهم ګڼي. د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی، محمد امين وقار وايي:

"پخوا له طالبانو سره د اماراتو روابط وو او له پاکستان سره هم ښې اړيکې لري او له سعودي عربستان سره هم ښه روابط لري او هغوی کولی شي؛ د پاکستان او سعودي عربستان سره له تفاهم وروسته، په دې اړه ښه رول ولوبوي."

د افغانستان له جمهور ريیس سره د دې غونډې په پای کې د ابوظبي وليعهد ټينګار وکړ چې د دې هيواد د مشر شيخ خليفه بن زيد ال نهيان د لارښود له مخې؛ متحده عرب امارات به تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ وي او دې هيواد ته به ضروري مرستې رسوي؛ ترڅو د افغانستان خلک د څو کلونو له بحرانه په ښه توګه راووزي.

XS
SM
MD
LG