د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

"ولسي جرګه دې کاندید وزیرانو ته د وړتیا او تجربې له مخې رایه ورکړي"


د افغانستان مشرانو جرګه سره له دې چې د نوي کابینې له اعلانیدو هرکلی کوي، خو وايي د کابینې ځينې غړي د وړتیا او کاري تجربې له مخې نه دي ټاکل شوي.

د مشرانو جرګې غړي له ولسي جرګې غواړي چې، کاندید وزیرانو ته د تخصص او کاري تجربو له مخې رایې ورکړي.

د دغې جرګې غړیو د سې شنبې ورځي په عمومي غونډه کې وویل؛ سره له دې چې کابینه له درې نیم میاشتني ځنډ وروسته اعلان شوه؛ خو انتقاد یې وکړ چې ځينې کاندیدان لکه څنګه چې تمه یې کیدله؛ هغومره وړتیا نه لري.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وویل چې کاندید وزیرانو ته باید د ژبنیو او سمتي مسایلو نه پرته رایې ورکړل شي.

"زموږ به له ولسي جرګې نه غوښتنه دا وي، هغه کاندیدان چې وړتیا لري، استعداد لري او د افغانستان د خلکو د خدمت جوګه ګرځیدلی شي؛ اعتماد دې پرې وکړي. دوی د ملت استازي دي خپله خپل په کار ښه پوهیږي؛ خو هغه کسان چې دوی ورباندې باور نه لري؛ نو قضاوت دې په سمتي، ژبني او ګروهي مسایلو نه کوي؛ د الله تعالی(ج) د رضا لپاره دې وکړي."

افغان حکومت پرون د پنځه ویشتو کاندید وزیرانو او دوو رییسانو نومونه اعلان کړل چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې به ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره معرفي شي.

د ولسي جرګې غړو هم ویلي چې دا لست د حکومت له لورې ور رسیدلی او د کاندیدانو پر اسنادو یې څیړنې پيل کړي دي.

دوی له دې وړاندې هم په وار وار پر دې ټینګار کړی چې کاندید وزیرانو ته د رایې په ورکولو کې به د وړتیا او ژمنتیا معیارونه په پام کې ولري.

د راپورونو له مخې د دغو کاندیدانو له ډلې دیارلس یې د ولسمشر او دولس یې د اجرایي رییس له لوري معرفي شوي دي چې په همدې حال کې ځينې سناتوران وايي چې د کابینې د غړیو په ټاکنه کې انډول په پام کې نه دی نیول شوی.

سناتور شیر محمد آخوند زاده په دې اړه وايي چې ډېری کاندید وزیران تجربه نه لري:

"ټول داسې اشخاص دي چې هیڅ تجربه نه لري؛ بل دا چې دوه تابعیت لري اوبل پر ولایتونو اړوند نه دی رسیدلی. زه پر وکیل صاحبانو غږ کوم چې دقت دې وکړي که رایه ورکوي هم دوو یا درو مناسبو کسانو ته دې ورکړي؛ نور دي مطلقاً رد کړي."

دا چې نوي کاندید وزیران به په څه شمیر سره د ولسي جرګې له لورې تایید او یا رد شي دا به د وخت په تیریدو سره روښانه شي؛ خو کارپوهان وايي، که چېرته وزیرانو د رایې ورکولو په بهیر کې د دغې جرګې له لوري لازم معیارونه مراعت نشي؛ نو خلک به نور په حکومت او ملي شورا باور و نه کړي.

XS
SM
MD
LG