د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

وقاد: اماراتو ته د ولسمشرغني سفر کولای شي مثبتې نتیجې ولري


د افغانستان د سولې عالي شورا متحده عربي اماراتو ته د جمهورریس اشرف غني سفرمهم بولي او هیله ښیي چې دا هېواد به له طالبانو سره د سولې د خبرو له پيلیدو سره همکاري وکړي.

د دې شورا یوه غړي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، متحده عربي اماراتوله طالبانو سره ښې اړیکې لرلې او اوس هم کیدای شي دا ځای د سولې د خبرواترو لپاره تر ټولو ښه انتخاب وي.

په ورته وخت کې د سیمه ییزو چارو یو شمېرکارپوهان هم وایي چې عربي هېوادونه په تیره بیا متحده عربي امارات کولای شي د افغانستان له سولې سره لازمه مرسته وکړي.

په داسې حال کې، چې افغان حکومت تراوسه نه دی توانیدلی، چې وسله وال طالبان د سولې د خبرو پیل ته چمتو کړي، خو په دې برخه کې د سیمې او په تیره بیا د عربي هېوادونو مرستې ته سترګې په لاره دی.

په همدې اساس ویل کیږي چې متحده عربي اماراتوته د جمهور ریس اشرف غني د سفر یو هدف هم له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د شرایطو سنجول دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي د سولې د خبرو لپاره د عربي هېوادونو رول مهم بولي او وایي، متحده عربي امارات کولای شي په دې برخه کې له افغان حکومت سره ښه همکاري وکړي.

د دې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل د طالبانو او متحده عربي اماراتو پخوانیو اړیکو ته په کتو دې هېواد ته د جمهورریس سفر کولای شي مثبتې نتیجې ولري:

″متحده عربي امارات د طالبانو د اسلامي امارت لپاره د باور ښه ځای دی او په دې کې شک نشته، اوس هم ځیني طالبان هلته اوسیږي او ممکن سیاسي فعالیتونه هم ولري امارات دا امیتاز هم لري چې له طالبانو سره یې ښې اړیکې لرې او دې حکومت ته هم ښه احترام لري او په رسمیت یې پیژني، له دې سره دا هېواد له پاکستان سره ښې اړیکې لري نو متحده عربې امارات د دواړو لوریو لپاره ښه محیط دی چې د سولې د خبرو کوربه شي.″

له دې هیلو سره د سولې عالي شورا غړي پیشنهاد کوي چې د ملي وحدت حکومت مشران باید له داسې خبرو او څرګندونو ډډه وکړي چې د سولې د خبرو د پيل مخه نیسي.

جمهورریس اشرف غني د دوشنبې په ماښام د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي امارتو ته ولاړ.

د دې سفراصلي اجنډا د دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو پياوړتیا ښودل شوې، خو ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو مشران به له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په اړه هم بحث وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېرافغان کارپوهان هم له هغو هېوادونو سره د نیکو اړیکو جوړول د سولې د خبرو لپاره ګټور بولي چې د طالبانو سره یې ښې اړیکې لرلې.

د افغانستان د څیړنیزو مطالعاتو د مرکز غړی صدیق الله ساحل وایي، متحده عربي امارات د طالبانو ترټولو ستر مالي ملاتړی هېواد پاتې شوی او د دې هېواد سره ښې اړیکې مثبتې نتیجې لري:

″د ټولو عربي هېوادونو په تیره بیا له اماراتو سره د افغانستان اړیکې د افغان حکومت په ګټه دي ځکه کیدای شي دوی د سولې د خبرو په اړه هم توافق ته ورسیږي د عربو او د سیمې د نورو هیوادونو هم دا لیوالتیا شته ځکه دا جګړه ډيره اوږده شوه نو امارات او نور هیوادونه کولای شي چې په ګډه د طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړي او یا یې مخه ونیسي.″

له دې وړاندې جمهور ریس ،سعودي عربستان،چین او پاکستان ته هم د سفرونو پر مهال له طالبانو سره د سولې د خبرو موضوع یاده کړې او د څیړونکو په باور ولسمشر غواړي د طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره نړیوال او سیمه ییز چاپیریال برابر کړي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه د سولې د خبرو د پيل خبره نه ده کړې، خو په دې وروستیو کې یې یوه اعلامیه خپره کړه او وې ویل، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG